د ولسي جرګې په نننیو ټاکنو کې دویم نایب او د منشي نایب بریالی شو

 

د ولسي جرګې د ۱۶دورې د اووم تقنیني کال د اداري پلاوې له‌پاره نن د (مارچ پر ۷مه) ټاکنې وشوي.

ولسي جرګې  له ژمنیو تعطیلاتو وروسته په خپله لومړنۍ غونډه کې د اداري پلاوي د ټاکنو لړۍ پیل کړه او خپل نن یې دویم نایب او د منشي نایب وټاکل.

د ولسي جرګې د لومړي نایب د مقام له‌پاره، حاجي عبدالظاهر قدیر، همایون همایون، میرویس یاسني او د دویم نایب څوکې ته  نذیراحمدزی او شیخ نعمت‌الله غفاري نوماندان وو.

د رایو په لړ کې  یوازې نذیر احمدزي د ۱۳۳ رایو په ترلاسه کولو سره د دویم نایب مقام ترلاسه کړ.

د منشي څوکۍ ته عبدالروف انعامي او صالح‌محمد سلجوقي ځانونه نوماندان کړي وو، چې یو هم مشخصې رايې ترلاسه نه کړې؛ خو د نایب منشي څوکۍ ته نوماند عرفان الله عرفان پرته له بل سیال نه په علني رایو دغه مقام خپل کړ.

د ولسي جرګې دویم نایب  نذیر احمدزي وویل، چې سبا به د لومړي معاونیت او لومړي منشي له‌پاره بیا ټاکنې وشي. 

ولسې جرګې په نننې عمومی غونډه کې ۲۱۸ وکیلان حاضر او ۱۶ تنه غیرحاضروو، چې نوماندانو د بریالیتوب له‌پاره ۵۰ جمع یو یانې ۱۱۰ رایې ټاکل شوې دي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام