د افغانستان ساحلي فوټبال ملي لوبډله د بهاماس هېواد په کوربتوب د سږکال ساحلي فوټبال نړیوال جام سیالیو ته لاره پیدا نهکړه.
نړیوال جام ته د اسیا په ټاکنیزپړاو سیالیو کې افغانستان نن خپله وروستۍ لیګ لوبه د بحرین پر خلاف وکړه چې ما ته یې وخوړه.
د افغانستان فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، بحرین لوبډلې ۶ د ۴ ګولونو په وړاندې افغان لوبډلې ته ماتیېورکړه او په دی سره یې د افغانستان د مخکې تګ مخه ډب کړه.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د افغنستان لهپاره روف قادري ۲ او سمیعالله محمدي او مرتضی جعفري یو ـ یو ګول ووهلو؛ خو افغان لوبډله یې له ماتې ونه ژغورله.
دغه راز د بحرین ساحلي فوټبال ملي لوبډلې په ګټه نننۍ مهمه سیالۍ کې راشد جمال ۲ ګولونه، هاشم، یوسف احمد، محمد اشور او عبدالله الملکي یو ـ یو ګول وکړ او خپله لوبډله یی له ایران وروسته دویم مقام کې وساتله.
د ۲ بریاوو او ۲ ماتو وروسته افغان ساحلي فوټبال ملي لوبډلی ونهکړی شو، چی له اسیایي ټاکنیزپړاو څخه بریالۍ ووځي او ساحلي فوټبال نړیوال جام ته په رسېدو کی پاتې شوه.
د مالیزیا په کوربتوب ساحلي فوټبال نړیوال جام ته د اسیا په ټاکنیزو سیالیو کې افغانستان په لومړیو لوبو کې کوربه لوبډلې مالیزیا او ورپسې چین لوبډلې ته ماتې ورکړه؛ خو په ورپسې ۲ مهمو سیالیو کې یې د ایران او بحرین په وړاندې ماتې وخوړې او په ۶ امتیازونو سره یې د خپل (الف) ګروپ درېیم مقام یې ترلاسه کړ.
د افغانستان ساحلي فوټبال ملي لوبډلې یو لوبغاړي حضرتګل باران چې د برازیل په لیګ سیالیو کې هم لوبېدلی؛ پهخپله فیسبوک پاڼه لیکلي، نننۍ سیالۍ باید افغانستان ګټلی وی؛ خو نه یوازې چې د ده په پښه کې له یوه اړخه درد وو له بله اړخه ورسره کپتان زینالدین شریفي د زېړ کارت اخیستلو له کبله نه و؛ خو تمه یې وښوده، چې راتلونکیو سیالیو کې به د افغانستان لهپاره ښه ولوبېږي.
د مالیزیا په کوربتوب له اسیایي ټاکنیزپړاو سیالیو څخه به یوازې ۳ لوبډلې د سږکال ساحلي فوټبال نړیوال جام سیالیو ته لاره پیدا کړي.
ټاکل شوې ده، د سږکال ساحلي فوټبال نړیوال جام سیالۍ د نړۍ د مخکښو ساحلي فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ د راتلونکي اپریل پر ۲۷ مه نېټه د نړۍ د ۱۶ مخکښو لوبډلو ترمنځ د امریکا وچې په بهاماس هېواد کې وشي.
تر اوسه له اروپا څخه سویتزرلینډ، پورتګال، پولینډ او ایټالیې، له افریقا څخه نایجیریا او سینګال، له امریکا څخه برازیل، ایکواډور او پرګوایي، له اقیانوسیې کی ټایټي او له شمالي، مرکزي امریکا او کربین څخه مکسیکو او پاناما له ټاکنیزو پړاونو وروسته نړیوال جام کې د لوبېدو چانس ترلاسه کړی دی.