سمیر شریفي د افغانستان امریکایي پوهنتون د حقوقو پوهنځي د وروستي کال زده‌کړیال دی.

سمیر له ۲۰۱۳ کال راهیسې په دې پوهنتون کې زده‌‌کړې کوي او وايي، هغه کسان چې غواړي په افغانستان دننه په نړیوالو معیارونو برابرې زده‌کړې وکړي؛ امریکايي پوهنتون ورته مناسب ځای دی.

دغه زده‌کړیال وايي، له دې مخکې د ننګرهار پوهنتون د حقوقو پوهنځي ته بریالی شوی و، خو پرېکړه یې وکړه، چې خپلې موخه ته د رسېدو له پاره غوره اکاډمیک ځای وټاکي.

دی وايي، کلک هوډ یې تر امریکايي پوهنتونه راورسولو.

سمیر شریفي د ټافل ازموینې وروسته امریکايي پوهنتون ته بریالی شو او اوسمهال د دې پوهنتون د زده‌کړیالانو ټولنې مشر هم دی.

دی وايي، امریکايي پوهنتون ورته د موخو رسېدولو په برخه کې عملا زمینه برابره کړې ده.

د سمیر په خبره، امریکايي پوهنتون یو معیاري کتابتون هم لري او استادان یې موخو ته د رسېدو په برخه کې له زده‌کړیالانو سره مرسته کوي او زمینه برابروي.

شریفي زیاتوي، زده‌کړیالان کولی شي له فراغت وروسته دې پوهنتون کې خپلو درسونو ته ادامه ورکړي او یا هم د استاد په حیث وګومارل شي.

دی وايي، په پوهنتون کې سلیقه‌يي چلند نه شته او د زده‌کړیالانو نقدونه په پراخه توګه اورېدل کېږي.

شریف له سیاست او رهبرۍ سره لېوالتیا لري او هڅه یې په راتلونکي کې غوره مشري ده.

دی وايي، د دې پوهنتون یو شمېر زده کوونکو په نړیوالو سیاليو کې هم ګډون کوي او ښیې نتیجې یې ترلاسه کړي دي.

سمیر شریفي وايي، امریکايي پوهنتون کې د زده کړیالانو له پاره د لازمو امکاناتو او بااستعداده مسلکي استادانو موجودیت د زده‌کړیالانو د استعدادونه ودې لامل شوی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام