د باریک‌آب اقتصادي او کرنیز زون پروژې عملي چارې پيل شوې

د پلازمېنې زون د پراختیا ادارې مسوولین وايي، چې د دې زون له جوړولو سره به له ۱۰۰۰ زیاتې تولیدي فابریکې جوړې شي او له ۳۵ زرو زیات کسانو ته به کاري زمینه برابره شي.

د پلازمېنې زون د پراختیا ادارې د باریک‌آب اقتصادي زون هوکړه لیک له یو خصوصي شرکت سره په ارګ کې د ولسمشر محمد اشرف غني په حضور کې لاسلیک شوه.

د دې ادارې رییس الهام عمر هوتکي د باریک‌اب اقتصادي زون د عملي کار پیل ستاینه وکړه او زیاته یې کړه، په دغه زون کې له ۲۰۰ سوو میلیونو ډالرو زیاته پانګونه خصوصي سکټور او له ۱۵ میلیونو ډالرو ډېره پانګونه حکومت کوي.

د تدارکاتو ملي کمېسیون رییس یما یاري هم د دغه اقتصادي زون جوړول ګټور بولي او وايي، د دغه زون په جوړولو سره په هېواد کې د اقتصادي پیاوړتیا له پاره زمینه برابریږي.

د پلازمېنې زون د پراختیا ادارې مسوولینو پر وینا، د دغه کار عملي چارو پیل سره به هغو پانګوالو او سوداګرو ته چې په هېواد او بهر کې یې پانګونه کړې وي؛ ځمکه هم ورکړل شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام