د نشه‌يي توکو قاچاق له وېرې افغانستان د سیمې هېوادو ته صادرات نه‌شي کولی

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولین وايي، چې د نشه يي توکو قاچاق په اړه د ازبکستان او د سیمې یوشمېر نورو هېوادو اندېښنو له امله افغانستان نه شي کولی، چې د افغانستان ـ چین ریل پټلۍ له لارې خپل سوداګریز توکي نورو هېوادونو ته صادر کړي.

سره له دې چې د افغانستان ـ چین ریل پټلۍ له پرانیستنې ۶ میاشتې تېریږي؛ خو افغان سوداګر اوس هم نه شي کولی خپل سوداګریز توکي له دې لارې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته صادر کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د عامل پلاوي رییس عبدالقدیر بهمن د افغانستان ـ چین ریل پټلۍ له لارې د افغانستان د محصولاتو نه صادریدو لامل د ازبکستان له خوا د نشه يي توکو او امنیتي ګواښونو په اړه اندېښنې بولي.

بهمن ټینګار وکړ، په هغه صورت کې چې له دې لارې د افغانستان د صادراتو ستونزې حل نه شي؛ د افغانستان سوداګریزې اړیکې به د سیمې له هېوادونو سره ترینګلې شي.

عبدالقدیر بهمن زیاته کړه، افغان حکومت باید د سیمې له هېوادونو سره په همغږۍ داسې میکانیزم جوړ کړي، چې د دوی اندېښنې حل شي.

په همدې حال کې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت معین قربان حقجو سلام وطندارته وویل، چې حکومت د افغانستان ـ چین له لارې د صادراتو ستونزو حل په اړه هوکړه جوړه کړې او اوزبکستان ته يي استولې.

د حقجو پروینا، که ازبکستان دا هوکړه لاسلیک کړي له دغې لارې به د افغانستان د صادراتو ستونزې هوارې شي.

د افغانستان ـ چین له لارې د افغان سوداګرو صادراتي توکو مخنیوي په هېواد کې د افغان سوداګرو نیوکې هم  له ځان سره درلودې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام