د جوزجان ولایتي شورا ځينې غړي وايي، چې د دغه ولایت درزاب ولسوالۍ سیمهییزو پولیسو د قوماندان شاهمحمد میرمن د داعش او طالبانو سره وروسته له څو ساعتونو جګړې ووژل شوه.
د راپورونو لهمخې ښځه يې وروسته له هغې وژل کيږي، چې داعشیانو او طالبانو لهخوا د خپلې میړه له وژل کېدو خبريږي او له احساساتي کېدو وروسته ټوپک ته لاس کوي.
چارواکي وايي، چې په دغه برید کې طالبانو او داعش ډلې متحد شوي و.
د جوزجان د ولایتي شورا غړې حلیمه صدف کریمي سلاموطندار ته وویل، چې د درزاب ولسوالۍ د سیمهییزو پولیسو قوماندان ښځه د طالبانو او داعشیانو سره په جګړه کې وژل شوې ده.
د هغې پر خبره، په سیمه کې د وسلهوالو مخالفینو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ د تېرې ورځې راهیسې جګړه روانه ده.
د ولایتي شورا دغې غړې زیاته کړه، چې وسلهوالو مخالفینو په سیمه کې ۱۲ کورونه هم سوځولي دي او ځايي اوسېدونکي له سیمې تښتېدلي دي.
له بل لوري د جوزجان امنیه قوماندان رحمتالله ترکستاني د دغه خبر د تایید ترڅنګ وايي، چې شاهمحمد او ميرمن يې د طالبانو او داعش سره په جګړه کې وژل شوي او د درزاب ولسوالۍ سیمهییز قوماندان مور ټپي ده.
د نوموړي پر خبره، جګړه هغه مهال ونښته، چې وسلهوالو شاهمحمد د تګ پر لاره کمین کې ناست و.
د جوزجان امنیتي مسوولین وايي، چې له شاهمحمد سره ۴ ساتوونکي يې هم وژل شوي او همدارنګه د مخالفو وسلهوالو ۵ تنه وژل شوي دي.
د درزاب ولسوال رحمتالله حشر وايي، چې د دغې ولسوالۍ امنیتي وضعيت ښه نهدی او وسلهوال مخالفین په "بيبي مریم" او "سردره" کلیو کې فعال حضور لري.
د جوزجان ولایتي شورا غړي وايي، چې دوی له څه موده وړاندې امنیتي ځواکونو ته ویلي و، چې د درزاب ولسوالۍ کې پوځي عملیات پېل کړي، ترڅو د وسلهوالو له حضور څخه پاک شي، خو پر وینا يې تر اوسه يې عملیات نهدي کړي.
له بل لوري امنیتي چارواکي ژمنه کوي، چې ډېر ژر به امنیتي ځواکونه په درزاب ولسوالۍ کې د هوا له لارې اکمال شي.