په کابل ښار کې یو شمیر پولیسو د نوم نهښودلو په شرط سلاموطندار ته وویل، چې چارواکو له دوی سره د میاشتيني معاشونو ترڅنګ یوه اندازه امتیازي معاشونو ژمنه کړې وه، خو تر اوسه یې نه دي ورکړي.
دوی سربېره پر امتیازي معاشونو شکایت کوي، چې تر اوسه يې خپل میاشتيني تنخواګانې هم په وخت نهورکول کيږي.
امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د امتیازي معاش د ورکړې پریکړه هغه مهال شوې وه، چې څو میاشتې وړاندې د ملي دفاع وزارت حکومت ته وړاندیز کړی و، چې دوی په خپلو لګښتونو کې سپما کړې ده او دا سپما شوې پیسې دې د دې وزارت کارکونکو ته د امتیازي معاش په نامه ورکړل شي.
د ویلو ده، چې دا وړاندیز بیا د ولسمشر محمد اشرف غني لهخوا منظور شوی هم و.
وروسته لهدې د کورنیو چارو وزارت هم وړاندیزکړی و، چې د دې وزارت کارکوونکي هم باید له امتیازي معاشه برخمن شي، چې تراوسه دا کار نهدی شوی.
د موضوع په تړاو د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي، دوی له مرستندویو هیوادونو او مالیې وزارت سره په ګډه کار کوي چې د دې وزارت کارکونکي هم لهدې امتیازه برخمن شي.
په همدې حال کې د مالیې وزارت د بودیجې رییس ضیا عالمي وايي، چې پولیسو ته د دې امتیاز ورکولو لهپار شاوخوا ۸۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده، چې ملي بوديجه دا توان نهلري؛ نو دوی هم له بهرنیو مرستندویانو سره پهدې موضوع کار کوي.
ده وویل، که د کورنیو چارو وزارت وکولای شي، چې د ملي دفاع وزارت په څیر په خپلو لګښتونو کې سپما وکړي، نو بیا به دا چاره اسانه وي.
دا په داسې حال کې ده، چې تردې وړاندې د پلازمینې کابل په ګډون په ځينو ولایتونو کې د امنیتي او دفاعي ادارو یوشمیر کارکونکو په وار وار سره رسنیو ته داسې شکایتونه کړي دي، چې دوی ته خپلې تنخاوې په ټاکلي وخت نهورکول کيږي.