د هرات زیاتره تاریخي ودانۍ د نشو او خځلو مرکزونه ګرځېدلي

د هرات ولایت ځینې اوسېدونکي وایي، د دې ولایت یو شمېر لرغونو تاریخي ودانیو ته د اړوندو مسوولینو نه‌پاملرنې او بې‌غورۍ له امله دغه ځایونه په نشهیي توکو د روږدو کسانو او د ښار د خځلو په مرکزونو بدل شوي دي.

د دې ولایت یو تن اوسېدونکي غلام رسول سلاموطندار سره په خبرو کې وویل، چې د هرات ښار اوومې ناحیې "مُصَلا او زبیده" تاریخي بڼ د ښار خځلو او روږدو کسانو په مرکز بدل شوی دی.

غلام رسول وايي، چې د هرات ځینې لرغونې تاریخي ودانۍ جدي بیارغونې ته اړتیا لري او د مسوولو کسانو نه پاملرنې له امله زوال سره مخ دي.

د عبدالحکیم او حفیظ په نومونو د هرات دوو نورو استوګنو وویل، چې لرغوني تاریخي وداني کلتوري میراث او هویت باید حکومتي مسوولین په دې برخه کې جدي پام وکړي.

دوی له ځايي چارواکو د دې تاریخي ودانیو د خوندیتوب او پاکوالي غوښتنه کوي.

د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین د یو شمېر لرغونو ودانیو ورانېدل مني او وايي، چې په دې وروستیو کلنو کې څو تاریخي ودانۍ یې بیارغولي او د نورو تاریخي ودانیو روغول وخت ته اړتیا لري.

د اطلاعاتو او کلتور ریاست د فرهنګي او هنري اثارو امر جاوید ضرغام سلام وطندارته وویل، د لازمې بودیجې نه شتوالي له امله په دې ولایت کې زیاتې تاریخي ودانۍ له بیارغونې پاتې دي.

ضرغام وايي، ولسي خلک هم د لرغونو ودانیو ساتنې په برخه کې همکاري نه کوي او هغه شمېر تاریخي وانۍ چې د خلکو استوګنې په سیمو کې دي؛ د کلاګانو دېوالونه یې پرې ورتېر کړي دي.

دی وايي، له څلورو کلونو راهیسې یې ۱۰ هغه غاصبین څارنوالۍ ته ورپېژنلي، چې د هرات لرغونو سیمو کې یې غصب کړی و.

د راپورونو له مخې هرات ولایت شاوخوا ۸۰۰ لرغونې تاریخي ودانۍ لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام