د جوزجان ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې داعش وسله واله ډله د ماین انجینیرۍ په برخه کې د ځوانانو جلب او جذب سربېره د دې ولایت قوش تپې ولسوالۍ په چقمه چقور سیمه کې خپل لومړنۍ زندان جوړ کړی دی، چې د سره صلیب دوه یرغمل شوي کارکوونکي هم هلته زنداني کړي دي.
د جوزجان د پولیسو امنیه قوماندان رحمت الله ترکستاني سلام وطندار سره په خبرو کې په دې ولایت کې د داعش ډلې د فعالیتونو پراختیا په اړه اندېښنه وښودله او ویې ویل، چې د سره صلیب دوه کارکوونکي هم د دې ډلې قوماندان قاري حکمت سره د قوش تپې ولسوالۍ په چقمه چقور سیمه کې بندیان دي.
دی وايي، چې داعش ډلې په سرپل، د جوزجان په قوش تپې او درزاب او فاریاب ولایتونو کې خپلو لیکو ته د ځوانانو جذب او د هغوی په روزنه کار پیل کړی دی.
په ورته وخت کې د جوزجان ولایت اوسېدونکی ایوب له سلام وطندار سره په خبرو کې د داعش ډلې له فعالیتونو اندېښنه وښودله او ویې ویل، چې حکومت دې د داعش ډلې مهارولو له پاره سر اوسه کار وکړي.
دوی وايي، که حکومت بې پروايي وکړي دا به ولس او حکومت ته بل سرخوږی جوړ کړي.
د دې ولایت یو بل اوستوګن غلام نبي هم وايي، چې داعش ډلې په قوش تپې ولسوالۍ کې زندان جوړ کړی دی او یو شمېر خلک یې زنداني کړي دي.
دغه راز د قوش تپې ولسوالۍ یو بل اوسېدونکي د نوم نه خپرولو په شرط وویل، چې د داعش ډلې زنداني کړی و او په زندان کې یې سخت شکنجه کړی دی.
له دې مخکې سیمه ییزو امنیتي مسوولینو سرپل ولایته د طاهر یولداش زوی د ورتګ او د داعش لیکو د منظمولو پخلی کړی و.