«د افغانستان امریکايي پوهنتون» د ښځینه زده‌کړیالانو له‌پار خوندي ځای دی

د افغانستان امریکايي پوهنتون هر کال د پلازمېنې په ګډون له ټول هېواده زده‌کړیالان نیسي.

دې پوهنتون ته د امریکا سفارت له‌خوا د اعلان شویو بورسونو او «ټافل» ازموینې له لارو د بریالي کېدو امکانات شته.

نرګس اذریون د سیاسي علوم او انګلیسي ژبې هغه زده‌کړیاله ده، چې دې پوهنتون ته د امریکا سفارت د بورسونو له لارې وربریالۍ شوې ده.

اذریون د خپلو هغو ملګرو له‌خوا له دې پوهنتون سره اشنا شوه، چې په دې پوهنتون کې یې زده کړې کولې. اذریون د خپلې مینې د پوره کولو له‌پاره دې پوهنتون ته بریالۍ شوه او اوس په‌خپله خوښه زده‌کړو ته ادامه ورکوي.

اذریون د افغانستان د امریکايي پوهنتون درسونه او تدریسي میتودونه په هېواد کې د نورو پوهنتونونو په پرتله بې‌سارې ګڼي او وايي، په دې پوهنتون کې ځکه درسونه ښه دي، چې ډېر استادان یې له بهرنیو هېوادونو نه فارغ‌التحصیل دي او په همدې اساس یې درس هم ښه دی.

اذریون زیاتوي، هغه کتابونه، ویډیوګانې او زده‌کړه‌ییزې سرچینې چې په دې پوهنتون کې دي؛ که له نړیوالو معیارونو سره برابرې نه دي؛ کمې هم نه دي.

د دې په خبره، په دې پوهنتون کې د ملګرۍ خوره شوې فضا د دې لامل شوې ده، چې په نورو پوهنتونونو باندې دې پوهنتون ته لومړیتوب ورکړي. د اذریون په خبره، په دې پوهنتون کې پرته له کوم قومي ـ ژبني تعصب پرته د افکارو تبادله او تدریس کېږي، چې له دې ښېګڼې سره یې هر کال د زده‌کړیالانو شمېر هم زیاتېږي.

دا زده‌کړیاله زیاتوي، چې په نورو پوهنتونونو کې هم ښځینه‌وو ته درناوی کېږي؛ خو د افغانستان په امریکايي پوهنتون په پوهنیزه فضا کې ښځې ځان بېیخي خوندي احساسوي او په دې پوهنتون کې له خپلو زده‌کړو ډېرې خوشاله دي.

نرګس اذریون چې په یوې بهرنۍ موسېسه کې دنده لري؛ وايي چې په دې پوهنتون کې ورته د زده‌کړې پرمهال د نړۍ په اړه د تازه‌وو معلومات زمینه برابره ده او هره ورځ له لسګونو نابغه‌ استادانو او زده‌کړیالانو سره مخېږي، چې د افغانستان او نړۍ د راتلونکې په اړه کره معلومات لري.

نرګس په دې باور ده، چې د دې پوهنتون زده‌کړیالان د افغانستان راتلونکي رهبران دي او هغوی چې له دې پوهنتونه فارغېږي، د افغانستان په اړه به برخلیک‌ټاکونکې پرېکړه کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام