د هرات ولایت د نفوسو د احوالو ثبت اداره وايي، چې د دوی د ارزونو له مخې د دې ولایت له ۴۰ سلنه نه زیات وګړي پېژندپاڼې نه لري.
پېژندپاڼه هغه رسمي پاڼه ده، چې په هغې کې د یو وګړي ټول حقوقي او استوګنیز اوصاف لیکل شوي وي او په رسمي چارو کې مهم هویتي سند ګڼل کېږي.
د دې ادارې رییس خواجه حکمت الله حبیبي وايي، چې د هرات ولایت ټول وګړي د پاسپورټ یا لایسنس د اخیستلو پر وخت پېژندپاڼه اخلي او له هغه پرته د پېژندپاڼې د اخیستلو اړتیا نه ویني.
د حبیبي پر وینا، په هرات کې ۲ میلیونو او ۳۰۰ زرو وګړیو ته پېژندپاڼې ورکړل شوي او دا هغه شمېرې دي، چې له دوی سره ثبت دي.
ده په ورته وخت کې دا هم وویل، چې دوی ادار د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش له پاره هېڅ ډول چمتووالی او امکانات نه لري.
حبیبي په خپله اداره کې د زورواکیو د لاسوهنې په اړه اندېښنه وښودله او زیاته یې کړه، که دا اداره له سیاسي لاسوهنو او زوراکیو خلاصه نه شي؛ د نفوسو په شمېر او د پېژندپاڼو په وېش کې به ستونزې پيدا شي.
خو له بل لورې د هرات ولایت دوه اوسېدونکي غلام رسول او شېراحمد چې د پېژندپاڼو له پاره دې ادارې ته ورغلي؛ وايي، چې د نفوسو د احوالو ثبت اداره په خپلو کارونو کې بې غوري کوي او د یوې پېژندپاڼې په ورکولو کې د دوی څو ورځې ضایع کوي.
د دوی په خبره، د یوې پېژندپاڼې د اخیستلو له پاره په ورځو ـ ورځو ژمنې ورکول کېږي، چې دې ژمنو یې د ډېرو نورو کارونو مخه نیولې ده.
خو هرات د نفوسو د احوالو ثبت اداره وروسته پاتې تخنیکي ـ اداري سیستم او د کاري انرژۍ کمی د پېژندپاڼو د وېش ستر لاملونه ګڼي.