ولسي جرګې د مسکو درې اړخیزې غونډې په اړه یو ځل بیا غبرګون وښود

د ولسي جرګې د نن ورځ په عمومي غونډه کې یو شمېر وکیلانو له افغان حکومت پرته په مسکو کې درې اړخیزه ناسته د اندېښنې وړ وګڼله او زیاته یې کړه، دا به ناوړه پایلې ولري.

وکیلانو وویل، سره له دې چې افغان دولت له روسیې او چین سره ښې اړیکې لري؛ خو ولې د افغانستان حکومت له ګډون پرته داسې غونډه جوړوي.

د ولسي جرګې رييس عبدالروف ابراهيمي وايي، طالبانو پخوانی دريځ بدل کړی او پر وینا یې له پاکستان سربېره روسیه، ایران او چین یې هم ملاتړ کوي.

دی زیاتوي، چې روسیه د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې شریک او چین بیا له افغانستان سره ښې اړيکې لري؛ نو دا ډول ناستې د پوښتنې وړ دي.

عبدالروف ابراهیمي وايي، افغانستان له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې لري او د هغوی په کورنيو چارو کې لاس وهنه هم نه کوي؛ نو افغان چارواکي باید د دوی په نه موجودیت کې د مسکو جوړې شوې غونډې په اړه سپیناوی وغواړي.

ابراهيمي زیاته کړه، افغانستان له امریکې، ناټو او روسیې سره تړونونه لري او افغانان باید د هغوی ترمنځ د رقابتونو قرباني نه شي.

دغه راز د ولسي جرګې غړي عبیدالله بارکزي وویل، دا ډول غونډه ښيي، چې له امریکې، ناټو او روسیې سره لاسلیک شویو تړونو او د سولې په تړاو خبرو پایله نه ده ورکړې.

بارکزي وویل، د نړۍ ځواکمن هېوادونه غواړي د خپلو ګټو له پاره افغانستان د جګړې په ډګر بدل کړي او زیاته یې کړه، پاکستان او ایران د جهاد، د وخت په څېر په دې جګړه کې د خپلو ګټو په ترلاسه کولو بوخت دي.

عبیدالله بارکزي له حکومته غوښتنه وکړه، چې د مسکو د ناستې په اړه دې واضح دريځ خپل کړي.

د مسکو د ناستې په اړه د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له غبرګون وروسته د افغانستان له پاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف رسنيو سره په خبرو کې وویل، په مسکو کې درې اړخیزه ناسته د افغانستان ستونزې حل له پاره د سیمه ییزو همکاريو رامنځ ته کولو په خاطر جوړه شوې وه.

کابلوف ویلي، چې له دوی د افغانستان د سولې په اړه غوښتنه نه ده شوې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام