پوتین: له روسیې امریکايي ډيپلوماتان نه‌باسم؛ خو واشنګټن ته جدي سرخوږی جوړوم

 

د روسيې ولسمشر ولادیمیرپوتین وايي، چې له امریکا د ۳۵ روسي ډیپلوماتانو د ویستلو په بدل کې به له روسيې د متحده ایالاتو ډيپلوماټان و نه باسي، خو واشنګټن له‌پاره جدي سرخوږی جوړولی شي.

څو ورځې وړاندې د بارک اوباما حکومت له خوا د متحدو ایالتونو د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د روسیې د لاسوهنې په اعتراض له واشنګټنه  ۳۵ روسي دیپلوماتانو وویستل.

د هغه په غبرګون کې پوتین وايي، چې هیڅ امریکايي ډیپلومات به له مسکوه و نه باسي.

پوتین وايي، چې هیڅکله به د امریکا په شان له نامسوولانه ډپيلوماسۍ کار وا نه خلي.

هغه د اوباما پر ادارې تور پورې کړ، چې دغه کړنه يې نهایت منفي بافي ده.

د روسيې ولسمشر وویل، چې د تېرې پنجشنبې په ورځ (ډسمبر۲۹مه) له امریکا خاورې ۳۵  ایستل شوي روسي دیپلوماتان او د هغوی د کورنیو غړي به خپلو کورونو ته راشي او له خپلوانو او دوستانو سره به د نوي کال جشن او خوښۍ ولمانځي.

د بارک اوباما اداره پر روسیې تور پورې کړی، چې د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې يې لاسوهنې کړي او هرڅه يې د دغه هېواد نوي ولسمشر ډونالډ ټرامپ په ګټه پای ته رسولي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف پوتین ته وړاندیز کړی و، چې باید د واشنګټن د اقدام په ځواب کې ۳۱ امریکايي دیپلوماتان د روسيې له خاورې وباسي.

هغه وویل:"د خواشينۍ ځای دی، چې د ولسمشر بارک اوباما اداره په دې ډول خپل کار پای ته رسوي، خو له دې سره سره زه ده او کورنۍ ته یې د خوشاله نوي کال هیله کوم."

په پام کې ده، چې د امریکا نوی منتخب ولسمشر ډونالد ټرمپ د نوي زیږدیز (۲۰۱۷م) کال د جنورۍ په ۲۰مه له اوباما څخه رسماً د سپینې ماڼۍ واګې واخلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام