د ولسي جرګې نننۍ عمومي غونډې ته د مالیې، سوداګرۍ او اقتصاد وزیران، د بهرنیو چارو، کار او ټولنیزو چارو وزارتونو معیناند روان کال لاسته راوړنو او د راتلونکي کال پلانونو په اړه ورغوښتل شوي وو.
غونډې ته د مالیې وزیر اکلیل حکیمي د روان کال لاسته راوړنو تر څنګ وویل، چې په ۱۳۹۶ کال کې له کورنیو عوایدو د ۱۵۰ میلیاردو افغانۍ راټولول، په عایداتي او ګمرکاتي ادارو کې د فساد مخنیوي لهپاره د نوي کار وړ پروګرامونو عملي کول، په سترو اقتصادي پروژو کې د عامه او خصوصي شرکتونو ګډون، چې طرحه یې نهايي شوې او څلورم هغه د اسان خدمتونو د چمتوکولو پروګرام عملي کول په پلان کې لري.
دغه راز د اقتصاد وزیرعبدالستار مراد وویل، د معلوماتي مدیریت په سیستم کار پیل شوی، چې د دې په وسیله به د وزارت ټولې ادارې څارل کېږي او په وزارت کې به د فساد لارې ختموي.
د اقتصاد وزیر زیاته کړه، په هېواد کې د پایدار پرمختیایي پروګرامونو عملي کولو ته به دوام ورکړي، د ولایتي پلانونو جوړولو له پاره به مقرره ترتیب او افغانستان سره د ملګرو ملتونو د کېدونکو مرستو په برخه کې به یو پروګرام جوړ کړي.
د ولسي جرګې غونډې ته د سوداګرۍ او صنایعو وزیرهمایون رسا وویل، د ۱۳۹۶ کال له پاره په پلان کې لري، چې د خصوصي سکټور ستونزو ته رسېدنه وشي او د کورنیو تولیداتو زیاتوالي له پاره تخنیکي بېخبیناوې پیاوړې کړي.
رسا وايي، د صادراتو ودې له پاره ځانګړی پلان لري، صنعتي پارکونه به زیات کړي، په ځینو ولایتونو کې د خپلو ریاستونو له پاره د ودانیو جوړولو پلان لري او زیاته یې کړه، د سوداګریزو منازعو حل مرکز یې جوړ کړی، چې راتلونکی کال عملا په دې برخه کې کار پیلوي.
له څو ورځو راهیسې د ولسي جرګې له خوا د وزیرانو د چارو او راتلونکو پلانونو د اورېدو په اړه د دې جرګې د استماعیه غونډو لړۍ پیل شوې.