هغه پلار چې د خپل ۷ میاشتیني زوی سر یې غوڅ کړ

د وژل شوي ماشوم پلار: امان‌الله

له هغه وروسته، چې امان‌الله له خپل خُسر سره په تماس کې شو، خُسُر يې په خورا بېړه او ویره ټېلفوني اړیکه پرې او سمدلاسه د خپلې لور کورته لاړ، خو کله چې د هغې کور ته ورسېد، نو د خپل لمسي بې‌سره جسد يې مخ ته ورغی.

د دغه بوډا له رسېدو وړاندې امان د خپل ۷ میاشتيني زوی رحمان سر له تنه جدا کړی و او بې‌سره جسد يې لکه خځلې بهرغورځولی و.

د امان‌الله ځينو ګاونډيانو سلام‌وطندار ته وویل، چې دوی د امان له چیغو او فریادونو سره بلد شوي و، ځکه د ده دا چيغې د یوې ورځې کار نه و؛ خو دا ځل يې هم د معمول په‌څېر له دې چیغو سره ګوزاره کړې، خو خبر نه وو، چې داځل د دوی پر وینا پوډري ګاونډي قهر يې د خپل ۷ میاشتیني زوی د سر پرې کولو لامل شوی دی.

امان‌الله له اره د  بټي کوټ ولسوالۍ اوسېدونکی دی، چې اوس د بهسودو ولسوالۍ اړوند بیز اکمالاتي سیمه کې اوسېږي دی ۲ لورګان هم لري.

د ۷ میاشتني ماشوم وینې د امان‌الله د کوټې پر دیوال 

د وژل شوي ۷ میاشتیني ماشوم پلار سره له دې، چې د ګاونډيانو پر وینا په نشه‌يي توکو روږدی و، چندان ښه مالي وضعیت يې هم نه درلود او څو ځلې د همدغو فشارونو له امله يې خپل اولادونه سره د ښځې له کوره ویستلي دي.

خو امان‌الله بیا د دغې کیسې بل ډول روایت کوي.

دی وايي، چې خُسر يې غوښتل له ده څخه خپله لور او لمسیان په زوره یوسي، خو دی په قهريږي او غچ اخیستو له‌پاره خپل ۷ میاشتیني زوی نه سر پرې کوي.

د ننګرهار امنیې قوماندانۍ ویاند حضرت‌حسېن مشرقيوال وايي، سره له دې، چې امان په خپل جرم اعتراف کړی، خو پولیس به په جدي توګه دغه موضوع وڅېړي.

د امان‌الله کور 

دی وايي، تر اوسه لا نه ده مالومه چې د امان الله ذهني توازن خراب دی او که څنګه ، خو دوی په دې برخه کې د هغه د روغتيايي معاینو پایلو ته په تمه دي.

بل پلو ختیځ کې د بشري حقونو کمیسیون مسئولین وايي، د دوی لومړنیو څېړنو هم ښودلې، چې امان الله نومي د خپل کور خرڅ نه شو پوره کولی، نو مجبورآ یې خپل ماشوم زوی وژلی.

د دغه کمیسیون د ماشومانو د برخې مسئول غلام حسین بې‌وس وايي، د بشري حقونو اداره پر دغه پېښه خواشیني ده.

دی وايي، په دې اړه یې نورې څېړنې هم روانې دي.

په افغانستان کې وروستۍ جنايي پېښې ټکان ورکوونکې وې. ننګرهار کې پر یوه شپه د دوو خویندو یو د یو دمي نکاح قضیه لا د خلکو هېره نه وه، چې دغه پېښه رامنځته شوه.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام