.jpg)
د هېواد ځينو سینماګرانو د یوې خبري ناستې پرمهال وویل، چې اوسمهال د افغانستان د سینما وضعیت سم نه دی او باید زیات کار ورته وشي.
د افغانفلم پخوانی مشر او فلمجوړونکی انجنیرلطیف احمد وايي، چې دولت د سینما وضعیت ته هیڅ پام نه کوي او دغه مسله د دې لامل شوې، چې په افغانستان د فلم د تولید کچه صفر شي.
احمدي وايي، چې حکومت هنر او فرهنګ ته ارزښت نه ورکوي او که د دوی غوښتنو ته مثبت ځواب ور نه کړل شي، نو لاریونونه به وکړي.
نوموړی د بودیجې نه شتوالی د فلمي صنعت نه ودې کولو عامل ګڼي.
د راپورونو له مخې له ۱۵ کلونو راهیسې تر اوسه هیڅ داسې حسابي سینمايي فلم د دولت د بودیجې پهواسطه نه دی جوړ شوی.





