ولسي جرګې د نن ورځې په عمومي غونډه کې له احمد ایشچي سره د جنرال دوستم ناوړه چلند وغندلو او د ټولو افغانانو له پاره یې د شرم وړ موضوع یاده کړه.
یو شمېر وکیلانو وویل، د جنرال دوستم او احمد ایشچي موضوع د ټولو افغانانو د عزت موضوع ده او له حکومته یې د جدي اقداماتو غوښتنه وکړه.
د ولسي جرګې منشي عبدالروف انعامي وویل، چې د جنرال دوستم او ایشچي موضوع افغانان په نړیواله کچه نوم بدي کړل او زیاته یې کړه، چې همدا اوس افغانانو ته د نړۍ زیات شمېر هېوادونه وېزه نه ورکوي؛ ان دا چې د سیاسي پاسپورټ لرونکو افغانانو ته هم د ورتګ اجازه نه ورکوي.
د ولسي جرګې لومړی مرستیال عبدالظاهر قدیر، چې د غونډې مشري کوله، له حکومته وغوښتل، عدلي او قضايي بنسټونه دې د بشري حقونو خلاف دغه عمل په عادلانه ډول وڅېړي.
په ورته وخت کې د ولسي جرګې څو تنو غړو بیا د ایشچي ادعا دروغ وګڼله او دا یې د دوستم نوم بدولو له پاره یو دسیسه یاده کړه.
د ولسي جرګې غړی او د ملي جنبش ګوند ویاند بشیر احمد تهینچ وایي،احمد ایشچي له پخوا جنرال دوستم سره ستونزې لري؛ په دې ډول څرګندونو سره غواړي، چې د دوستم شخصیت ترورو کړي.
تهینچ نن په یوې خبري غونډه کې وویل، چې د احمد ایشچي څرګندونې یوازې یوه ادعا ده او زیاته یې کړه، ایشچي له خوا لګول شوي، تورونه د هېواد اوسنیو شرایطو په ګټه نه دي.
نوموړی، د ایشچي له خوا لګول شوي تورونه د شرم او پوښتنې وړ کار بولي.
تهینچ له مدعي وغوښتل، که د لګول شویو تورونو په اړه اسناد لري، عدلي او قضايي ارګانونو ته دې وړاندې کړي.
د ملي جنبش ګوند ویاند له ټولو افغانانو وغوښتل، چې سم لاسي پرېکړې دې نه کوي؛ اجازه دې ورکړي، تر څو دغه قضیه په غور وڅېړل شي.
له بل لوري حکومت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې دغه موضوع به جدي وڅېړي او مجرم ته به قانوني سزا ورکړي.