په پاکستان کې د افغان کډوالو اوږدمهاله پاتې په سبب ځینو افغانانو له پاکستانیانو سره خپلوي کړي او ځینو نارینه او ښځینه کډوالو پاکستانیانو سره ودونه کړي.
په دې وروستیو کې هغو پاکستانيو میرمنو، چې له افغانانو سره یې ودونه کړي له پاکستاني چارواکو غوښتي چې ددوی بچیانو او د کورنۍ غړو له پاره په هغه هیواد کې له ویزې پرته د اوسیدو شرایط برابر کړي.
په دې وروستیو کې چې په پاکستان کې پرافغان کډوالو فشارونه زیات شوي او په هغه هیواد کې بې ویزې افغانان له ستونزو سره مخ کیږي، نو د افغان کډوالو او پاکستانیانو شریکې کورنۍ هم ترې اغیزمنې شوي دي.
دا میرمنې وایي، افغانستان په تلو سره یې بچیان له زدهکړو پاتې کیږي چې ددوی پر وینا دا ورته ستره ستونزه ده.
طاهره بي بي، چې پنځلس کاله وړاندې یې له یو افغان سره واده کړی وایي، چې په پاکستان کې د اوسیدو له پاره افغان سره واده کړی و.
دا وایي اوس د شپږو اولادونو مور ده او له حکومته غواړي چې بچو ته یې په پاکستان کې د اوسیدو اجازه ورکړي.
راحده هغه بله پاکستانۍ ده، چې افغان کډوال ته واده شوې دا هم وایي، چې افغان سره یې په پاکستان کې د پاتې کیدو په شرط واده کړی و، نو ځکه د واده په خاطر د خپل هیواد پریښودو ته چمتو نه ده.
په دې اړہ د طاهرې بي بي افغان خاوند خیراللہ وایي، چې په دې وروستیو کې د پاکستان ټول ګوندیزې پریکړې هرکلی کوي، چې له مخې یې په هغه هیواد کې د افغان کډوالو پاتې کیدو موده اوږده شوې خو دهغو کسانو له پاره کومه ګټه نه لري چې له پاکستاني میرمنو سره یې ودونه کړي.
ددې میرمنو او کورنیو حقوقي حالت په اړه پیښور کې مدافع وکیل محسن داوړ وایي، چې د پاکستان قانون له مخې د پاکستان تابعیت یوازې پاکستانيانو ته ورکول کیږي.
د دغه قانون له مخې هغه بهرني سړي چې له پاکستانۍ ښځې سره واده کړی وي د دغه هیواد تابعیت نه ورکول کیږي په دې اړه د پاکستان قانون د ځینو نورو هیوادو په شان ښځو ته کوم امتیاز نه دی پام کې نیولی.
نوموړي زیاته کړه:"پاکستان کې له بدہ مرغه قانون د انساني حقوقو سرغړونه او له میرمنو سرہ د امتیازی سلوک دی، سړي ته حق ورکوي چې ھغه بهرنۍ ښځې سرہ وادہ وکړي نو ھغې ښځې ته تابعیت ورکولی شي، خو که ښځې بهرني سړي واده کړی وي نو د هغې خاوند ته د پاکستان تابعیت نه ورکول کیږي نو ځکه خو په دې اړه د قانون بدلولو ته اړتیا ده."
ددې ستونزې په اړه په پیښور کې د افغانستان قونسل ډاکتر عبدالله وحید پویان وايي، چې له پاکستاني چارواکو سره په دې اړه په اړیکه کې دي او هیله لري ددغو ګډو افغان او پاکستاني کورنیو ستونزه حل شي.
تر اوسه دا په کره توګه نه ده معلومه، چې په پاکستان کې به د دغه شان افغان اوسيدونکو شمېر څومره وي، خو داسې ښکاري، چې په افغانستان کې تېرو څو لسیزو جګړو له ویرې هلته مېشت دا شان افغانانو شمېر زیات وي.
له پاکستانه د افغان کډوالو ایستلو په لړۍ کې دا میرمنې په داسې حال کې له ستونزو سره مخ شوي، چې څو ځله یې لاریونونه هم کړي، خو پاکستاني چارواکو تراوسه په دې اړه کوم څه نه دي کړي.