روغتیایي رضاکاران د دې لامل شوي چې د میندو د مړینې کچه راټیټه شي

د عامې روغتیا وزارت چارواکو د روغتیایي رضاکارانو د ملي ورځې په نمانځغونډه کې وویل، د هغې څیړنې له مخې چې په ۲۰۰۳ م ز کال کې شوې وه، د زیږون پر مهال په هرو ۱۰۰ زرو میندو کې ۱۰۶۰ یې خپل ژوند له لاسه ورکاوه،  خو د هیواد په ټولو ولایتونو کې د روغتیایي رضاکارانو فعالیت او  هڅې د دې لامل شوي، چې په ۲۰۱۰ م ز کال کې په هرو ۱۰۰ زرو میندو کې ۳۲۷ میندو یې خپل ژوند له لاسه ورکړي.

روغتیایي رضاکارانو ملي ورځ د سې شنبه په ورځ کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل  شوه، چې د ګڼ ولایتونو رضاکارانو پکې برخه اخیستې وه.

غونډې ته د عامې روغتیا وزارت معینې ناجیې طارق وویل، چې روغتیایي رضاکاران خلکو ته د روغتیایي خدمتونو په رسولو کې خورا مهم رول لوبوي، ځکه همدا رضاکاران دي چې خلکو ته ورزده کوي، چې څنګه باید د ناروغیو مخنیوی وکړي او څنګه له خپل ځانه ساتنه وکړي.

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي، اوس‌مهال په ټول هیواد کې ۳۰ زره روغتیایي رضاکاران فعالیت کوي، چې له ډلې یې  ۵۰ سلنه  میرمنې جوړوي.

غونډې ته د رضاکارانو په استازیتوب دوو تنو میرمنو صدیقې او مینا  له دولت  وغوښتل، چې دوی ته دې په دې برخه کې د ډیرو  زده‌کړو زمینه برابره کړي، ترڅو خلکو ښه خدمت وکړی شي.

دوی وایي، د امنیت ترڅنګ اقتصادي ستونزې هم د دوی د چارو پرمخ خنډونه جوړوي او دولت باید دغو ستونزو ته پام وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام