طالبانو په هلمند کې کروندګر د کوکنارو کرلو ته اړ کړي دي

د هلمند ولایت په څوو ولسوالیو کې طالبانو ځايي بزګرانو ته امر کړی دی، چې د نورو حاصلاتو پر ځای دې په خپلو ځمکو کې کوکنار وکري.

د هلمند ولایت ګرمسېر، ناوې او نادعلي ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکي وایي، چې سږکال یې په سیمو کې د تېرو کلونو په پرتله زیات کوکنار کرل شوي دي.

د ځایي کروندګرو پر وینا، چې سږکال یې د طالبانو په امر په خپلو ځمکو ډېر کوکنار کرلي دي.

محمد اسماعیل او عالم ګل دوه هغه بزګران دي، چې پخوا یې په خپلو ځمکو کوکنار نه وو کرلي؛ خو سږکال ورته طالبانو ویلي، چې په خپلو ځمکو کوکنار وکري.

 دا کروندګر زیاتوي، چې طالبانو ترې نه له اوسه د هر جریب پر سر ۲۰۰ پاکستانۍ کلدارې یا ۱۳۰ افغانۍ ترې اخیستې دي.                                                                                              

د هلمند ولایت د نشه یي توکیو پر ضد مبارزې رییس سید احمد ورور هم سلام وطندار سره په مرکه کې ومنله، چې سږکال په دې ولایت کې د تېرو هغو په پرتله زیات کوکنار کرل شوي دي.

د ورور پر وینا، په هلمند کې  ۲۰۰۹ کال کې هم پر ۱۰۰ زره هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي وو.

په داسې حال کې چې په ۲۰۱۰ کې پر ۹۵ زره هکتاره، په ۲۰۱۱ او ۲۰۱۳ کلونو کې پر ۶۵ زره هکتاره او په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې پر ۸۷ زره هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي؛ خو ویل کېږي، سږکال تر ۱۰۰ زره هکتاره زیاتې ځمکې کوکنار کرل شوي دي.

دی وایي سږکال ځکه ډیر کوکنار کرل شوي چې له یوې خوا طالبانو خلک هڅولي او له بل لوري سږکال کروندګرو سره د مرستې په موخه د بدیل معشیت پروګرام هم نه دی پلی شوي.

په تېرو کلونو کې به هر کال کروندګرو ته د بدیل معیشت په نوم د لسو میلیونو امریکایي دالرو په ارزښت اصلاح شوی تخم، کیماوي سره او د اوبوایستلو پمپونه ورکول کېدل.

خو د هلمند والي حیات الله حیات وایي، چې دوی به په هلمند کې د دولت تر ولکې لاندې  سیمو کې د کوکنارو کښت اړولو کمپاین پلی کړي.

حیات زیاتوي، هڅه کوي چې په نورو سیمو کې هم د دولتي واکمنۍ د ټینګښت په موخه عملیات وکړي او هلته د کوکنارو کښت له منځه یوسي.

د کتونکیو په اند د کوکنارو کښت زیاتوالي ستر لامل د دولتي واکمنۍ ساحې کمېدل دي، ځکه چې په تېرو دوو کلونو کې طالبانو خپل بریدونه ډېر کړي او ډېرې سیمې یې نیولې دي. 

د ناوي، نادعلي، ګرمسېر، مارجه، دیشو، خانشین، نوزاد، موسی کلا، سنګین، کجکي او باغران ولسوالیو ډېرې سیمې سږکال او تېرکال د طالبانو تر ولکې لاندې وې.  

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام