
د ټولګټو وزارت وزیر محمود بلیغ نن دوشنبې د (ډېسمبر پر ۵مه) یوې خبري غونډې ته د افغانستان د ریل پټلۍ د ادارې د پرمختګونو او د راتلونکيو پلانونو په اړه راپور ورکړ.
د ټولګټو وزیر زیاته کړه، سره له دې چې د افغانستان د رېل پټلۍ ادارې خپل کارونه له ټيټې کچې پیل کړي؛ خو تراوسه له خپلو کارونو راضي دي.
د اتامراد امام نظر ـ اقینې رېل پټلۍ تېره اوونۍ همدا ورځ د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بردي محمداوف له خوا پرانېستل شوه.
محمود بلیغ دا هم وویل، چې د دوی د اټکلونو له مخې به د اتامراد امام نظر ـ اقینې رېل پټلۍ له لارې په ۲۰۱۷ کال کې یو میلیون توکي صادر او وراد شي او په ۲۰۱۸ کال کې به دا اندازه ۳ میلیونو ته لوړه شي.
ده همدارنګه زیاته کړه، چې د افغانستان د رېل پټلۍ ادارې تر خپلې وسې پورې د رېل پټلۍ د جوړولو د پرمختګ په برخه کې هڅې کړې دي، چې د هېواد په غرب، شمال، شرق او جنوب څلورو دهلیزونو کې د رېل پټلۍ جوړې کړي.
بلیغ همدرانګه وویل، چې د اتامراد امام نظر ـ اقینې رېل پټلۍ چې کله تر اندخوی او مزار شریف پورې وغځېږي؛ نو صادراتو او وارداتو اندازه به ۵ میلیونو ټنو ته ورسېږي.

د ټولګټو وزیر همداراز د یوې بلې پنځه اړخیزې رېل پټلۍ د جوړېدو په اړه وویل، چې د ایران، افغانستان، تاجکستان، قزاقستان او چین ترمنځ به جوړه شي.
ده خبري غونډې ته د خواف ـ هرات د رېل پټلۍ د پاتې کار د بشپړېدو خبر هم ورکړ او ټینګار یې وکړ، چې په ختیځ کې د تورخم ـ جلالاباد او په جنوب کې د فراه ـ قندهارـ سپین بولدک رېل پټلۍ د جوړېدو له پاره هسې روانې دي.
د رېل دا پټلۍ افغانستان ته د سوداګرۍ اسانه او چټکه زمینه برابروي، چې له دې لارې افغانستان له منځنۍ اسیا، ترکیې او د اورپا له نورو هېوادونو سره خپله سوداګريزه راکړه ورکړه پراخه کړي.
ولسمشر محمد اشرف غني د رېل پټلۍ پرانیست غونډې پرمهال ویلي وو، چې د اقینې رېل پټلۍ افغانستان په اسیا کې د سوداګریزې او ټرانزیتي څلور لارې د بدلون یوه برخه ده.





