داعش سره په جګړه کې د پچيراګام ولسوالۍ ۲۰۰کورونه سوځیدلي دي

د ننګرهار ولایت د پچيراګام ولسوالۍ يو قومي مشر ملک عزت خان سلام وطندار ته وويل، چې د دغه ولسوالۍ په جګړه کې شاوخوا ۲۰۰ کورونه سوځيدلي دي.

ملک عزت زیاتوي، چې په دغو جګړو کې د وژل شويو ټولو ولسي وګړو کره شمیره معلومه نه ده، خو تر اوسه یواځې هم هغه پخوانۍ شمیرې چې ۱۳ کسان وو تاييد شوي دي.

د سرچينې پر وینا، د جګړې په سیمه کې له ډيرو تنو سرونه پرې شوي او نه معلوميږي چې دا مړي د داعش دي او که د ځايي اوسېدونکو.

ملک عزت له حکومت غوښتنه وکړه، چې د سيمې اوسېدونکي په جګړه کې ډير زيانمن شوي او بايد چې ورسره بیړنۍ مرستې وشي.

دی همدا ډول غواړي چې د داعش وسله‌والو له خوا یرغمل نیول شوي وګړو د را خوشې کولو له پاره دې هم حکومت ګامونه واخلي.

بل‌خوا د دغه ولایت د پچیر اګام ولسوال وايي، چې له څلویښت ورځنۍ جګړې وروسته افغان امنیتي ځواکونه په دې توانيدلي، چې د داعش ډلې پورې تړلي وسله‌وال د پاس پچیر له سیمې وباسي.

د داعش وسله‌والې ډلې پورې تړلي وسله‌وال د پچیر اګام ولسوالي زیاتره په پاس‌پچیر کې ځای پر ځای شوي وو.

د پچیراګام ولسوال حاجي ميرباز خان دا څرګندونې نن له سلام وطندار سره د خبرو پرمهال وکړې او زياته يې کړه، چې د سيمې خلک بېرته خپلو سيمو ته ستانه شوي دي.

میربازخان د قومي مشرانو له خوا د سوځول شویو کورونو شمیر لږ ښايي، خو د مرګ ژوبلې کره شمیره نه ښکاره کوي.

هغه وویل:"داسې خاص خو څه نه شو ويلی؛ خو د لومړنيو معلوماتو له مخې يوازې د پاس‌پچير سيمې په دوو کلو کې ۲۶ کورونه سوځېدلي دي."

د پچيراګام ولسوال وايي، چې د جګړې په ډګر کې د يو شمېر وژل شويو داعش وسله‌والو جسدونه هم پاتې شوي او ملکي خلک هم پراته دي، چې د ډيرو هغو جسدونه يې له پېژندګلو څخه وتلي دي.

ميرباز خان په سيمه کې د امنيت د امنيت د دايمي ټينګښت په اړه وويل، چې شاوخوا ۱۵ نوې پوستې به رغول کېږي او په کې به د سيمي ۵۰۰ پاڅونوال مسلح کېږي.

دی ډاډ ورکوي، چې د امنيتي ځواکونو څو پوستې به هم ورغول شي، چې بيا هلته د داعش د راتګ له پاره ټولې لارې وتړل شي.

دغه راز د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي سلام وطندار ته وويل، چې په سيمه کې ملکي خلکو ته د اوښتي زيانونو په اړه څېړنې روانې دي او ډير ژر به هلته اړمنو سره مرستې وشي.

خوږياڼي د ۲۰۰ کورونو د سوځېدو په اړه کره جزیات نه دي ورکړي.

نوموړي د داعش په لاس د برمته شويو ملکي وګړو په اړه وويل، چې د هغې ډېره برخه راخوشې شوي او يوازې ۱۷ تنه يې ورسره پاتې دي، چې هغه به هم ډېر ژر د امنيتي ځواکونو په هلو ځلو راخوشې شي.

داعش وسله‌والو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

د يادولو وړ ده، چې شاوخوا ۴۰ ورځې وړاندې داعش وسله‌والو د ننګرهار د پچیراګام ولسوالۍ په پاس‌پچير سيمه کې داعش وسله‌والو بريد وکړ، چې تر اوسه يې جګړې ته دوام ورکړی و.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام