
د افغانستان جوزجان ولایت دیني عالمان وايي، چې دوی په دغه ولایت کې د وهابیت په عامولو کې له بانفوذو ۴۵ مدرسو اندېښمن شوي دي.
د دغه ولایت د دیني عالمانو پر وینا، که د دوی مخه ونه نیول شوي شي؛ نو ناامنۍ به نورې هم ډېرې شي.
په همدې حال کې چارواکي دیني عالمانو ته ډاډ ورکوي، چې پولیس به تر راتلونکیو څو ورځو پورې ټولې هغه ډلې وځپي، چې سخت دریځۍ ته کار کوي.
دغه لسګونه دیني عالمان سره ټول شوي وو او په یاد ولایت کې یې د وهابیت فرقې د فعالیتونو د زیاتېدلو ترڅنګ دا هم وویل، چې د دغې ډلې کړنې ولس او دیني عالمانو ته د منلو وړ نه دي.
د جوزجان د عالمانو شورا غړی مولوي یارمحمد وايي، چې په دغه ولایت کې له ۴۰ زیاتې مدرسې وهابیت رواجوي او هغه ځوانان چې د پوهاوي کچه يي ټیټه وي، سخت دریځۍ ته یې رابولي.
د جوزجان د عالمانو شورا دغه غړی له حکومته غواړي، مخکې له دې چې دغه سخت دریځې ډلې نورې هم پیاوړې شې؛ باید وځپل شي.

بل دیني عالم مولوي عصمت الله غونډې ته وویل، چې سخت دریځو ډلو دا مهال خپل فعالیتونه له دیني مدرسو څخه تر دولتي ادارو پورې پراخ کړي دي.
په دینی چارو کې د ولسمشر د لومړي مرستیال سلاکار مولوي محمد نبي ایوبي هم په غونډه کې وویل، که په دې ولایت کې د سخت دریځو ډلو د فعالیتونو مخه ونه نیول شي؛ په جوزجان کې به د نا امنیو لمن نوره هم پراخه شي.
خو ایوبي زیاته کړه، چې ترڅو راتلونکیو ورځو پورې به امنیتي ځواکونه ټولې هغه ډلې چې د سخت دریځۍ د راوجولو په موخه فعالیت کوي او د دیني عالمان د وژلو په لټه کې دي؛ وځپي.
دغه راز، د جوزجان امنیه قوماندان رحمت الله ترکستاني وايي، پولیس هغو اسنادو ته اړتیا لري، چې په دغه ولایت کې د وهابیت او سخت دریځۍ د فعالیت ښکارندويي وکړي، له هغې وروسته به دا ډلې وځپي.
د جوزجان دیني عالمان وايي، چې په دې ولایت کې د سخت دریځۍ او وهابیت د فعالیتونو په رواجولو کې بهرنیان لاس لري او د ځېنو دیني مدرسو او ټولنو په جوړولو سره غواړي چې په دې ولایت کې د ناامنیو لمن پراخه کړي.