.jpg)
برېټانوي مشهور ټینس لوبغاړی انډي موري سربیایي سیال نواک جاکویک ته په ماتې ورکولو د اتلولۍ جام ترڅنګ د سر په سر ۲۴ لوبو په ګټلو لومړی مقام وګټلو.
د ټینس وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، انډي موري د ورلډ ټورز فاینلز وګاټه او د روان کال تر پایه د نارینه ټینس سیالیو د لومړي لوبغاړي په توګه پاتي وي.
که څه هم لومړی مقام دوه اونۍ مخکې انډي موري د پاریس ټینس سیالیو د اتلولۍ په ګټلو ترلاسه کړی ، خو دویم مقام لرونکي نواک جاکویک د روان کال وروستي ټینس ټورنامنټ په ګټلو سره بېرته لومړی مقام ترلاسه کولای شو، خو داسی ونه شول.
د روان ۲۰۱۶ م کال نړیوالو ټینس سیالیو د ټورنامنټ پای لوبه د انګلستان په لندن کې د ۷۰ زرو نندارچیانو په شتون کې ترسره شو، چې انډي موري سر په سر په ۲ سیټونو کې پخواني اتل نواک جاکویک ماتې سره مخ کړ.
.jpg)
مري په سیالۍ کې د یوې یو اړخیزې لوبې وروسته ۶ د ۳ او ۶ د ۴ امتیازونو په وړاندې بریا ترلاسه کړه او د دغه سیالیو ۵ ځلي اتل جاکویک ارمانونه یې په اوبو لاهو کړل.
پخواني اتل سربیایي نواک جاکویک بیا ونه کړای شو، چی د پخواني اتل سویسي راجرفیډر ریکارډ مات کړي او د سر په سر ۶ ځل له پاره د دې سیالیو د اتلولۍ جام ګټلو کې پاتې راغی.
انډي موري رسنیو سره په خبرو کې وویل، دا یوه ځانګړې شېبه ده، چې په داسې مهمه سیالۍ کې د نواک جاکویک په څېر لوبغاړي سره لوبیږي او ماتې ورکوي.
انډي موري تراوسه په ۳۴ نړیوالو ټینس سیالیو کې د سربیایي نواک جاکویک خلاف لوبېدلی، چې یوازې ۱۰ بریا یې ترلاسه کړي دي.





