
د هسپانیې د لالیګا سیالیو په ۱۲مه اونۍ لوبو کې بېګا شپه د فوټبال ۲ مشهور کلپونه د خپلو سیالانو په مقابل کې د لوبې ډګر ته ووتل. دغه لوبه ریال ماډریډ ته له خوښیو او بارسلونا ته له خواشینیو ډکه وه.
د هسپانيې د لالیګا سیالیو د رسمي پاڼې د راپور له مخې، د لالیګا سیالیو په دوام بېګا شپه ریال ماډریډ لوبډلې د خپلې سیالې اتلاتیکو ماډریډ لوبډلې پر خلاف یو اړخیزه بریا ترلاسه کړه، هماغه شپه د ریال ماډریډ لوبډلې سیاله بارسلونا لوبډله بیا د ملاګا لوبډلې پر وړاندې ماته شوه.
بارسلونا فوټبال کلب د ملاګا لوبډلې سربېره له ریال ماډریډ څخه هم شاته پاتې شو.
په دې سیالیو کې بیا د فوټبال نړۍ مشهورو لوبغاړیو کرېسټیانو رونالډو او لیونیل میسي د ګولونو توپیر پاې ته ورسېد، چې له لویس سواریز سره په ګډه درې واړه لوبغاړي تراوسه په شویو ۱۲ سیالیو کې ۸ ګولونه وهلي.

ریال ماډریډ لوبډلې د کرېسټیانو رونالډو د هېټریک ۳ ګولونو په وسیله سیاله اټلاټیکو ماډریډ لوبډله ۳ د ۰ ګول په وړاندې له ماتې سره مخ کړه.
کرېسټیانو رونالډو د خپلې لوبډلې په ګټه د لوبې لومړۍ نیمایي په ۲۳ مه دقیقه او دوېیمې نیمایي په ۷۱ مه او ۷۷ مه دقیقه کې ګولونه ووهل.
ریال ماډریډ په روانو لالیګا سیالیو کې له بارسلونا د ۴ امتیازونو په لرولو سره لومړی مقام لري.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د دې سیالیو په دوام د بېګا شپې په ۲ نورو سیالیو کې درېیم مقام لرونکې سویلا لوبډلې ډیپورټیف ته او ایبر بیا سیلټا ډي ویګو لوبډلې ته ماته ورکړې.





