د شهزاد محمدي ناویلې خبرې؛ بنګله‌دېشې وریجې یې خوښېږي

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د بنګله‌دېش په سفر کې د دې هېواد د «کرېکټ ټوډي» رسنۍ سره ډېرې نوې خبرې کړې‌دي چې ښایي ډېرو ته په زړه‌پورې وي.

د کرېکټ ملي لوبډلې دغه بریدکونکي توپ‌وهونکي لوبغاړي په‌خپلې وروستۍ ویډیويي مرکې کې ویلي دي چې د کرېکټ په نړۍ کې ډېر ملګري لري؛ خو هندی ویکټ‌ساتونکی مهندرسینګ ډهوني او پاکستانی پښتون لوبغاړی شاهد افریدی یې نږدې ملګري دي.

د ده په وینا، په خوراکونو کې په هېڅ خوراک کبر نه‌کوي او هر څه خوري؛ خو بنګله‌دېشۍ وریجې یې د خوښې خواړه دي.

ورته مطالب:

شهزاد محمدي په نړیوال کرکټ کې ۱۵ مه سلیزه پوره کړه

نبي عیسی‌خیل او شهزاد محمدي د کال غوره لوبغاړي اعلان شول

نبي، شهزاد او راشدخان به سبا د بنګله دېش سوداګریزو کرکټ سیالیو کې ولوبیږي

د شهزاد په وینا، د کرېکټ ترڅنګ یی فوټبال د خوښې لوبه ده او د لیونیل میسي او پرتګالی کریسټیانو رونالډو یې د خوښې لوبغاړي دي.

دې افغان توپ‌وهونکي دا هم ویلي، که د تفریح او چکر چانس پیدا کړي؛ مالدیف ته به ځي.

محمدي دغه راز ویلي، ډېرې سندرې یې خوښېږي؛ خو د هندي فېلم «دیوداس» سندرې ډېرې اوري او دغه راز د چای پر ځای «کافي» ډېره څښي.

شهزاد وایي، په اس ځغاسته یی هم خوښه ده او په ۴ موسمونو کې یې ژمی د خوښې موسم دی؛ خو د خوښولو په اړه یې دلیل نه‌لري.

ده دا هم ویلي، که واک، ځواک او سرمایه ولري؛ ځانته به ځانګړې الوتکې جوړې کړي او د خوښې ځایونو ته به پرې سفر وکړي.

شهزاد محمدي ـ چې د سږ کال په بنګله‌دېش کرېکټ پریمیر لیګ سیالیو کې د چټاګانګ وایکینګز لوبډلې په ګټه ولوبېد ـ دا هم وویل چې بنګله‌دېش کې نفوس او د ده په افغانستان کې غرونه زیات دي.

افغان لوبغاړي محمدي د بنګله‌دېش په سوداګریزو سیالیو کې له لوبېدلو وروسته هندوستان ته رسېدلی دی او د ایرلینډ خلاف سیالیو له‌پاره د تیاریو په موخه د بنګلور په روزنیز کمپ کې له افغان کرېکټ ملي لوبډلې سره یوځای شوی‌دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام