انوش دستګیر په افغان فوټبال ملي لوبډله کې د پیټرشګرت ځای ناستی شو

د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې لوبغاړی انوش دستګیر د افغانستان فوټبال فدراسیون له خوا د تاجکستان پر خلاف نننۍ سیالۍ له پاره ځای ناستی روزونکی ټاکل شوی دی.

د فوټبال ملي لوبډلې لوبغاړی انوش دستګیر وروسته له هغې د ملي لوبډلې د روزونکي په توګه ګومارل کېږي، چې څو ورځی مخکې پیټرشګرت د نامعلومه دلایلو له کبله له یو کال وروسته د روزنې دنده پرېښې او جرمني ته ستون شوی دی.

انوش دستګیر له تاجکستان سره دوستانه نړیوالې سیالۍ له پاره د افغانستان په ۲۶ کسیزه لوبډله کې د رلوبغاړي په توګه اعلان شوی و؛ خو نن به د روزونکي دنده پر مخ وړي.

ځای ناستي روزونکي د تاجکستان پر خلاف نننۍ سیالۍ ته هم د لوبډلې ترکیب کې اویس عریزي د ګول ساتنې دندې له پاره، حسن امین، آرش هاتفي، مسیح سیغاني او مجیب جمالي دفاع لیکي له پاره، فیصل شایسته، کنشکا طاهر او اباسین علي‌خېل د منځنۍ لیکې له پاره او نورالله امیري، زبیر امیری او میلاد سالم د برید ليکې له پاره اعلان کړي دي.

ټاکل شوې ده، د افغانستان او تاجکستان فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ په نړیواله دوستانه سیالۍ نن د افغانستان پر وخت مازیګر ۳ نیمې بجې د تاجکستان پلازمېنې دوشنبې په جمهوریت‌پالي لوبغالي کې وشي.

دا د فوټبال په تاریخ کې ۵م ځل دی، چې افغانستان او تاجکستان د فوټبال په سیالۍ کې د لوبې ډګر ته وځي، چې په شویو ۴ واړو سیالیو کې افغانستان د ۲۰۰۵ کال څخه تر ۲۰۱۴ کال پورې ماتې خوړلې دي.

د لوبډلې روزونکي انوش دستګیر په رسنیزه غونډه کې ویلي، لوبډله یې د روزونکي پیټرشګرت له تګ نه وروسته له رامنځته شویو ستونزو خلاصه کړې ده او له هر پلوه د نن ورځې سیالۍ ته چمتو ده.

د نوموړي پر وینا، دوی د کوم شخص له پاره نه، بلکې د افغانستان د بریا او سرلوړۍ له پاره لوبېږي.

دغه راز د لوبډلې کپتان فیصل شایسته هم منلې، وروسته له هغې چی پیټرشګرت افغان لوبډله په ډاګ پرېښوده له ذهني فشار سره مخ شوي وو؛ خو دا چې دوی د شخص له پاره نه، بلکې د افغانستان له پاره لوبېږي؛ نو نن په لوړ مورال سره د تاجکستان پر خلاف د سیالۍ ډګر ته ووځي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام