
دا مطلب نن چهارشنبې د (نومبر پر ۹مه) په کابل کې د پاکستان سفیر سید ابرارحسین په شلمه پېړۍ کې د هند براعظمګي او اسلامي نړۍ ستر شاعر او فیلسوف علامه اقبال لاهوري د زوکړې ۱۳۹ کلیزې لمانځغونډې ته څرګند کړ.
نمانځغونډې ته د افغانستان د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ځای ناستي وزیر عبدالغفور لېوال هم ورغلی و، ده په خپلو خبرو کې وویل، چې سیمې او نړۍ ته د افغانستان په اړه د علامه اقبال سپارښتنې نن هم هومره ارزښت لري، لکه د نوموړي په زمانه کې یې چې لرلې.
ښاغلي لېوال زیاته کړه، چې د افغانستان او افغانانو په اړه د هغه خدای بښلي انګېرنې، هیلې او اندېښنې د یوې بې سارې وړاندوینې په توګه د نن زمانې لوست ګڼلی شو.
په نمانځغونډه کې پوهانو او څېړونکیو د علامه اقبال لاهوري د ژوندانه پر بېلابېلو اړخونو خپلې علمي او څېړنیزې مقالې ولوستې.





