د تفتیش عالي ادارې مرستیال سدي محمد مهدي حسیني د سه شنبې په ورځ د۱۳۹۴ د قطعیې د حساب په اړه د راپور د خپرواوي پر وخت وویل، د ټولې انکشافي بودیجې څخه چې ۱۵۲ میلیارده او ۷۹ میليونه کېږي؛ وزارتونو او دولتي ادارو یوازې ۸۲ میلیارده افغانۍ مصرف کړې ده.
د دې وزارتونو ټوله نالګېدلې بودیجه ۴۸ میلیارده افغانۍ کېږي.
حسیني عادي بودیجې ته په اشارې سره وویل، له ټولې عادي بوديجې څخه چې ۲۸۴ میلیاردو افغانيو ته رسېږي؛ ۶۹ میلیارده نه ده لګول شوې.
د ده په خبره، د عادي بودیجې ۳۲ میلیارده افغانۍ د دفاع وزارت او ۱۴ میلیارده د کورنیو چارو وزارت برخه رسېږي، چې تر اوسه پورې په مکمل ډول نه دي مصرف شوي.
غوښتل مو په دې اړه د دفاع او کورنيو چارو وزارتونو نظر هم راواخلو؛ خو د پرله پسې اړیکو سره ـ سره د نظر په اخیستلو بریالي نه شو.
د تفتیش عالي ادارې د معلوماتو پر بنسټ د ۱۳۹۴ کال بودیجه ټولټال ۴۳۶ میلیارده او ۱۷۲ میليونه افغانۍ ټاکل شوې وه، چې له هغې نه یې ۲۸۳ میلیارده او ۴۸۶ میليونه افغانۍ عادي او ۱۵۲ میلیارده او ۶۸۶ میليونه افغانۍ پراختیايي بودیجه وه.