بغلان ولایت کې د ولسي جرګې د پخوانیو وژل شویو وکیلانو د نهم تلین په یاد نن ورځ په کابل کې غونډه جوړه شوې وه.
په غونډه کې د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي په حکومت نیوکه وکړه او ویې ویل، چې حکومت تل د پېښو د څېړلو په موخه د حقیقت موندنې کمېسیونونه جوړ کړي، خو د دغو کمېسیونونو موندنې او څېړنې نه دي جوتې شوي.
د ابراهیمي پر وینا، که د پېښو د پلټنې ژمنې ریښتنې وي، نو خامخا به یې هڅې یوه پایله ورکوي.
په ورته وخت کې د مصطفی کاظمي ورور سید علي کاظمي او د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي، له کلونو راهیسې غوښتنه کوي، چی د لړم ۱۵مې پېښه دې وڅېړل شي؛ خو حکومت یې پر غوښتنه عمل نه کوي.
کاظمي وايي، د ملي یووالي حکومت په لومړیو کې د بغلان پېښې د څېړلو ژمنه ورکړې وه، خو تراوسه يي په دې برخه کې هېڅ کارنه دی کړی.
د ولسي جرګې دغه وکیلان وايي، د بغلان ولایت د پېښې په تړاو د پردې تر شاه له ځینو مسایلو خبر دي، خو د وضیعت د خرابېدو له امله یې نه شي په ډاګه کولی.
دوی وايي، د بغلان پېښې په رسوا کېدو سره حکومت ډېر زیان ویني.
مصطفی کاظمي او د ولسي جرګې پنځه نورو وکیلانو په ۱۳۸۶ کال د لړم په ۱۵مه نېټه بغلان ولایت تللي وو، چې د راپورونو له مخې د ځانمرګي برید له امله ووژل شول.
په همدې اړه هغه مهال پخواني ولسمشر حامد کرزي د پېښې د پلټنې په موخه کمېسیون ګومارلی و، خو د کمېسیون پایلې تراوسه له خلکو او رسنیو سره نه دي شریکې شوي.