.jpg)
د ننګرهار ولایت بټي کوټ ولسوالي د زیتونو ډېر دولتي فارمونه لري، چې اکثره یې د همدې ولسوالۍ په هغو سیمو کې دي، چې طالبان په کې برلاسي دي.
د دې ولسوالۍ ځايي خلک وايي، د دغو فارمونو د اجارې وخت رارسېدلی؛ خو اجاره داران اړ دي، چې لومړی خپله خبره له طالبانو سره خلاصه کړي.
بټي کوټ د جلال اباد – تورخم پر لويه لاره پرته ولسوالۍ ده، چې په کې د مېوه لرونکو او په ځانګړې توګه د نارنج، مالټو او سېتروس اړوند نور باغونه او فارمونه شته.
د سیمې یو اوسېدونکي د نوم او غږ نه خپرولو په شرط سلام وطندار ته وویل، له کلونو راهیسې طالبان د زیتونو له فارم لرونکیو نه د اجارې په نوم پیسې اخلي.
دی وايي، د دغو فارمونو ډېره برخه د طالبانو تر ولکې لاندې ځایونو کې ده، چې اجاره داران یې حکومت او طالبانو دواړو ته اجاره ورکوي.
د بټي کوټ ولسوال غالب مجاهد هم مني، چې د دغو فارمونو یوه برخه د طالبانو تر ولکې لاندې ده او هغوی د یادو فارمونو اجارې په نوم له خلکو پیسې اخلي.
نوموړی د دغو فارمونو د اجارې په موضوع کې د ننګرهار د کانال ریاست اړوند د دویم، درېیم او څلور فارم یو شمېر ماموران په لاس لرلو تورنوي.
ولسوال غالب د دې ستونزې د څېړنې په موخه له مرکزه د یو باصلاحیته پلاوي د ورلېږلو غوښتنه کوي او یوازینۍ لاره یې دا ګڼي، چې په فساد ککړ کسان لاس نیولي له ځان سره یوسي.

بل پلو د ننګرهار د کانال رییس غلام حضرت عبدالرحیمزي سلام وطندار سره په خبرو کې ومنله، چې طالبان تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې د زیتونو له بڼوالو د اجارې په نوم پیسې اخلي.
هغه وايي، د ننګرهار کانال اړوند ځمکو د اجارې درې کلنو تړونونو اجارې نېټه پای ته رسېدلې، چې د نویو تړونونو له پاره یې اعلان کړی او لږ کسان چمتو دي، چې دولتي ځمکې په اجاره واخلي.
د کانال د رییس پر وینا، د بټي کوټ اړوند عمبرخانې، چهاردهي او ځېنو نورو سیمو باغونو ته یې ځکه کارکوونکي نه شي ورتلی، چې دغه سیمې د طالبانو په ولکه کې دي.
بل پلو د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي سلام وطندار ته وویل، یو شمېر سیمو کې امنیتي ستونزې شته؛ خو ده د وسله والو له لوري خلکو ته د دولتي ځمکو په اجاره ورکول رد کړل.
دا ستونزه داسې مهال راپیدا کېږي، چې د کانال اړوند پر دې ځمکو باندې د اجارې پر سر د طالبانو تر منځ وخت ناوخت وسله والې نښتې هم کېږي.
شاوخوا لس ورځې مخکې د بټي کوټ اړوند عمبرخانې سیمه کې د همدغو ځمکو د اجارې پر سره د طالبانو دوو ډلو ترمنځ شخړه کې د مومندرې له پاره د طالبانو نومول شوي ولسوال په ګډون ۶ کسان وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي وو.





