
پېغلې مېرمنې د نوم نه خپرولو په شرط رسنیو ته وویل، د غزني ولایتي شورا غړي د دې له اجازه پرته په زور او ګواښلو سره يې خپل ساتونکي په نکاح کړې ده.
دغې ښځې او مور يې نن (پنج شنبه) په غزني کې رسنیو ته وویل، چې ۷ میاشتې مخکې د غزني ولایتي شورا غړي عبدالجامع جامع له خپلو ساتونکو سره یو ځای د دوی پر کور برید وکړ او دا یې له ځان سره وتښتوله، چې ۸ شپې او ورځې يې په خپل شخصي دفتر کې ساتلې وه.
د دې مېرمنې مور ادعا کوي، جامع ګواښ ورته کړی، چې د دې دوه نورې کوچنۍ لوڼې هم د ده خپل مال دی او هرکله چې وغواړي له ځان سره یې بیولی شي.
نوموړې له حکومت غواړي، چې عدالت ورسره وشي او د طلاق اخیستلو غوښتنه کوي.
دا چې ولې ۷ میاشتې مخکې دې ښځې عدلیي بنسټونو ته مراجعه نه ده کړې، په اړه یې وايي، چې جامع د کورنۍ د ټولو غړو د وژنې ګواښ ورته کړی و.
د دې پېغلې مېرمنې مور وايي، کله چې د عبدالجامع جامع دفتر ته د خپلې لور خلاصون په موخه ورغلې وه؛ دې ته يي هم ګواښ کړی و او ورته یې ویلي و، چې دا نجلۍ د ده خپل مال دی.
په ورته وخت کې د غزني ولایتي شورا غړی عبدالجامع جامع د دې پېغلې مېرمنې او د مور تورونه د غزني د والي عبدالکریم متین سیاسي دسیسه بولي او په کلکه يې ردوي.
د جامع پروینا، د دې نجلۍ خاوند محصل دی او ده د هغه په نکاح کې هېڅ لاس نه درولوده.
په همدې حال کې د غزني ولایت د ښځو چارو رییسې شکریې ولي سلام وطندارته وویل، چې څو اونۍ کېږي؛ په کابل کې ده او له دې قضیې نه ده خبره.
بل خوا د غزني د والي ویاند جاوید سالنګي نن خبري غونډې ته وویل، چې والي د دې قضیې په راپورته کولو کې هېڅ لاس نه لري، خو د غزني ولایت اړوندو بنسټونو ته امر کړی، چې یاده قضیه په جدي توګه وڅېړي.
له دې وړاندې هم په غزني کې د ښځو حقونو دفاع ډلو ادعا کړې وه، چې د غزني قومي شوراګانې په خپلو پرېکړو کې هېڅ وخت د افغانستان قوانین په پام کې نه نیسي او د ښځو پرضد منفي لیدلوری لري.





