د بامیانو پوهنتون د شپې څانګې څخه د «دري او ټولنپوهنې» پوهنځیو له منځه وړل

بامیانو کې یو شمیر استادان، زده کوونکي او د کانکور ګډونوال د دري او ټولنپوهنې پوهنځیو د له منځه وړلو په اړه ډېر اندېښمن دي، وایي، چې د سږني کال د کانکور ګډونوال د همدې امله په ازموینه کې ګډون نه کوي.

شریفه محمدي چې د ۱۲ ټولګي څخه فارغه شوې او د بامیان پوهنتون ته د کانکور په ازموینه کې د ګډون له پاره نوم لیکنې ته راغلې وایي، چې په دې پوهنتون کې د دوو څانګو د له منځه وړلو له امله په سږني کانکور کې ګډون نه کوي.

د دې په خبره، لوړې زده کړې باید په خپله خوښه او لېوالتیا وویل شي؛ خو هغه پوهنځی چې د دې خوښ وو؛ حذف شو.

اغلې محمدي د لوړو زدکړو له مسوولانو غواړي، چې د دغو دوو څانګو د بېرته فعالولو ترڅنګ، ځېنې نورې برخې چې خلک ورسره لېوالتیا لري؛ په دغه پوهنتون کې فعال کړي.

په همدې حال کې د ادبیاتو څانګې د دري برخې زده کړیال عبدالحمید ابراهیمي چې اوسمهال د بامیانو په پوهنتون کې د ورځې له خوا په زده کړو بوخت دی؛ له دې پوهنتونه د دري ډيپارټمېنټ لرې کول یو لوی زیان بولي.

خو د بامیانو د پوهنتون رییسې معصومې خاوري سلام وطندار ته وویل، چې د بامیانو پوهنتون د شپې څانګې څخه د دري او ټولنپوهنې برخو له منځه وړلو لامل د یوې مودې له پاره د لوړوزده کړو وزارت له خوا د بودیجې کمول دي او هڅه کېږي، چې په راتلونکي کې دا برخې بېرته فعالې شي.

په همدې حال کې د بامیانو پوهنتون د دري څانګې یو شمېر استادان د دغې ستونزې په غبرګون وایي، چې د لوړو زده کړو وزارت او د بامیانو پوهنتون مسوولان باید په کانکور ازموینه کې پر زده کړیالانو په جبري توګه څانګې تحمیل نه کړي.

د بامیانو د دري ډیپارټمېنت امر روح الله دانشیار سلام وطندار ته وویل، چې د هېواد په مرکزي حوزه کې اکثر کسان شته چې غواړي په دري ادبیاتو کې زده کړې وکړي.

ویل کېږي چې د بامیانو ولایت د شپنیو پوهنځیو له پاره د کانکور سږنۍ ازموینه د تلې پر ۲۳ نېټه اخیستل کېږي، چې شاوخوا ۵۵۰ کسان په کې ګډون کوي.

د بامیانو پوهنتون د مسوولانو پر وینا، اوسمهال په دغه پوهنتون کې شاوخوا ۱۶۰۰محصلان د شپې څانګه کې درس وایي، چې ډېر هغه یې دولتي کارکوونکي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام