دفاع وزارت: د ۷ میلیارده افغانیو حیف و میل مخنیوی مو کړی

د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري د چهارشنبې په ورځ (اکټوبر۱۹مه) خبري غونډې پرمهال ددغه وزارت دوو کلنو پروګرامونو او کړنو معالومات ورکړل.

جنرال وزیري زیاته کړه، چې د ملي دفاع وزارت د تړونونو او تدارکاتو په برخه کې د زیاتو پیسو حیف و میل مخنیوی شوی دی.

نوموړي وویل، چې دفاع وزارت له ۷ میلیارده زیاتې افغانۍ په تړونونو کې سپما کړې.

هغه وايې، دا د فساد پیسې وې، چې د خلکو جیبونو ته تلې  " دفاع وزارت چې تړون لاسلیکاوه هغه يې ۵۰۰ یا ۴۵۰ میلیونه اټکلاوه سږ کال بهیر روڼ و چې دغه ۵۰۰ میلیونه پر ۱۵۰ میلیونه تړون لاسلیک شوی، چې ۳۵۰ میلیونه افغانۍ يي دفاع وزارت سپما شوې."

وزیري زیاته کړه، هغه پیسې چې دفاع وزارت د تړونونو او تدارکاتو په برخه کې لاسته راوړي د سرتیرو په میاشتنیو تنخوا کې زیاتې شوي دي.

د ملي دفاع وزارت ویاند وویل، چې د غلاشویو پیسو له ۴ میلیاردو زیاتې افغانۍ د شپږو میاشتو له پاره د سرتیرو په تنخوا کې ورکړل شوي، چې ۲۱ زره د شپږو میاشتو او ۳۵۰۰ افغانۍ هره میاشت چې د شپږو میاشتې ټولې کړې او په یو وار سرتیرو ته ورکړل شوې دي.

د ملي دفاع وزارت ویاند د جګړې په ډګر کې ددغه وزارت له لاسته راوړنو هم یادونه وکړه او ويې ویل، چې د شفق او ذوالفقار عملیاتو په ترڅ کې په تیرو دوو کلونو کې له ۱۰ زره زیات طالب او ترهګر وژل شوي دي.

د ملي دفاع وزارت ویاند پروینا، امنیتي ځواکونه چمتو دي، چې د ژمي په موسم کې په نا امنو ولایتونو کې د "شفق ۲"عملیات پیل کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام