
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت نن (سه شنبه) ورځ په کابل کې خبري غونډې ته وویل، چې د کارموندنې پروګرام درېیم پړاو په بدخشان، دایکندي، غزني، هلمند، کابل، کاپیسا، لوګر، نیمروز، نورستان، پکتیا، پکتیکا، پنجشېر، پروان، سمنګان، سرپل، ارزګان، میدان وردګ او زابل ولایتونو کې پیلېږي.
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت ویاند اکبر رستمي وویل، د کارموندنې پروګرام درېیم پړاو د متحده ایالاتو او بریتانیا له خوا تمویلیږي، چې ۲۹۵ زرو کسانو ته به لنډ مهاله کار پیدا شي.
د دغه وزارت ویاند وايي، چې د کارموندنې دغه پړاو په ۷۷ ولسوالیو، ۶ زره او ۲۷۹ کلیو کې او په ۱۹ ولایتونو کې تطبیق او پلي کیږي، چې ټولټال د کارموندنې درېیم پړاو لګښت ۲ ملیارده ۷۶۵ میلیونه افغانۍ دی.
رستمي زیاته کړه، د کارموندنې پروګرام له لارې تراوسه پورې نږدې ۱۶۰۰ کسان چې له پوهنتونو فارغ شوي په کار کې شامل شوي دي.
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت ویاند وویل، په تېرو کلونو کې نورستان، پکتیکا، غزني او میدان وردګ ولایتونو ته چندان پام نه وه شوې،نو ځکه خو په دې پراختیايي بودیجه کې ځینو ولایتونو ته ۲۲۰ ډالر او محروم ولایتونو ته هر کس ته ۳۶ ډالرو بېل شوي وو.
دغه وزارت وايي، چې اوس هم په ۷ ولایتونو کې د پام وړ پراختیايي کارونه نه دي شوي او په دې پړاو کې په دغو ولایتونو کې ټولنیز عدالت ته بیا پام شوی.
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت چارواکي وايي، چې دا وزارت د ۱۳۹۵ مالي کال له پیل راهسیې ۱۰ زره ۳۷۹ پراختیايي طرحې بشپړې کړي او ګټې اخیستنې ته سپارلې دي.