افغانستان د ویتنام په ساحلي فوټبال سیالیو کې ۴م مقام وګاټه

د افغانستان ساحلي فوټبال ملي لوبډلې نن یک شنبه (اکټوبر ۲مه) د درېیم مقام او (برونز) مډال ترلاسه کولو له پاره له لبنان ساحلي فوټبال ملي لوبډلې سره لوبه وکړه.

د سیالیو د رسمي ویبپاڼې د معلوماتو له مخې، په نننۍ سیالۍ کې افغانستان ۹ د ۵ ګولونو په وړاندې د سیالې لبنانۍ ساحلي فوټبال لوبډلې خلاف ماتې ومنله چې د لبنان ، عمان او جاپان وروسته یې د ګډون کوونکو لوبډلو په کتار کې ۴م مقام ترلاسه کړ.

افغان ساحلي فوټبال ملي لوبډلې ته د سیالیو څلورم مقام پاتې شو او په دې سره افغان لوبډله په هیڅ مډال ګټلو بریالۍ نشوه.

د ویتنام په کوربتوب ۵م پړاو اسیایي ساحلي سیالیو کې د افغانستان ساحلي فوټبال ملي لوبډلې ټولټال ۵ سیالۍ ترسره کړي، چې په ۲ سیالیو کې یې بریا او په ۳ سیالیو کې یې بیا ماتې وخوړې.

په ترسره شویو سیالیو کې افغان لوبډلې د جاپان خلاف په لیګ او نیمه پای لوبه کې او د لبنان خلاف د درېیم مقام ګټلو سیالۍ کې ماتې وخوړه، خو په لیګ لوبه کې یې د چین او په کوارټرفاینل پړاو لوبه کې یې د ازبکستان لوبډلې خلاف بریا ترلاسه کړه او ښه وځلیده.

د ویتنام په ساحلي سیالیو کی دافغانستان ۴ لوبډلو ساحلي والیبال، ساحلي فوټبال، ساحلي هنډبال او کورش لوبډلو او لوبغاړو برخه اخیستې وه.

د افغانستان له پاره په ۶۲ کیلو ګرامه وزن کې محمد یوسف شعیب خپل کوریایي سیال ته ماتې ورکړه او د (برونز) مډال یې وګاټه.

همدارنګه د افغانستان المپیک ملي کمیټې بیا د دغو سیالیو په دوام د افغانستان د "ویوینام" ورزش ملي لوبډلې له خوا د برونز مډال ګټلو خبر هم ورکړی دی.

او د افغانستان له پاره د سیالیو په وروستۍ ورځ وروستی لوبغاړی محمد اصف ملکیار وو، چې په ۹۰کیلو ګرامه وزن سامبو کورش سیالۍ کې یې تایلینډي سیال ته ماتې ورکړه او افغانستان ته یې دروانو سیالیو درېیم د برونز مډال وګاټه.

د ویتنام د (دنانګ) ښار په کوربتوب سیالیو کې افغانستان په ۳ برونز مډالونو سره ټولټال د ۴۶ هیوادونو په ډله کې ۲۹ م مقام ترلاسه کړ.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام