.jpg)
د بنګله دېش خلاف د دویمې ۵۰ اوریزې کرکټ سیالۍ اتل لوبغاړي محمد نبي عیسی خېل د کوربه لوبډلې بنګله دېش خلاف د سیریز ګټلو تمه ښودلې.
د کریک انفو وېبپاڼې د راپور له مخې د بنګله دېش خلاف په ۲ ویکټوبریا او سیریز برابرولو وروسته په ۲ ویکټو او ۴۹ منډو د لوبې غوره لوبغاړي جایزې اخیستلو وروسته محمد نبي عیسی خېل رسنیو سره په خبرو کی ویلي، اصلي هدف لا پاتی دی، لوبډله به یې د بنګله دېش خلاف د سیریز (اتلولۍ جام) ګټلو وروسته سمه خوشحالي کوي.
د بنګله دېش خلاف د تېرې شپې په بریا کې افغان لوبغاړو هغومره خوشحالي ونه کړه کومه چې دوی په تېر ۲۰۱۴ کال ایشیا کپ سیالیو پرمهال بنګله دېش ته په ماتې ورکولو او یا د ۲۰۱۶ کال شل اوریزه نړیوال جام کې ویسټ انډيز ته په ماته ورکولو سره کړې وه.
.jpg)
د مشهور ال راونډر په وینا، زیات شمېر افغان کرکټ مینه وال په لومړۍ ماتې ډېر خواشینې وو، چې تقریبا ګټل شوې لوبه افغانستان د ۷ منډو په توپیر بنګله دېش ته وبایلله.
د ښاغلي عیسی خېل په وینا، د دویمې لوبې په ګټلو سره به مینه وال خوشحاله شوي وي او د دوی لومړۍ ماته به یې هیره کړي وي.
نبي عیسی خېل زیاته کړه، د افغانستان کرکټ ورځ تربلې د پرمختګ په لور روان دی او دوې په دی باور دي، چې وروستۍ بریا به لوبډلې او افغان کرکټ مینه والو ته انرژي او خوشحالي ورکړي.
عیسی خېل وویل، له لومړۍ ماتې وروسته لوبډله د بریا او د سیریز برابرولو پلان سره میدان ته ورښکته شوه، چی هرڅه د دوی په زړه وشول.
افغانستان تراوسه له بنګله دېش سره ۴ نړیوالې پنځوس اوریزې لوبې ترسره کړي، چې دواړو لوبډلو دوه دوه بریاوې خپلې کړي.
ټاکل شوې، د دواړو لوبډلو ترمنځ به د اتلولۍ جام ګټلو وروستۍ پرېکړه کوونکې درېیمه لوبه د راتلونکې شنبې په ورځ په ډهاکه کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.





