
د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې تېره (سه شنبې) شپه د بې پيلوټه الوتکې په برید کې ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.
د یادې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي د نوم نه ښودلو په شرط سلام وطندار ته وویل، چې دغه برید تېره شپه شاوخوا درې بجې د حاجي رییس په نوم د یوه ملکي وګړي په حجره شوی، چې تازه له حجه راستون شوی و او په حجره کې یې خلک ستړي مه شي ته ورټول وو، چې خپله حاجي رییس هم پکې ټپي دی.

بل پلو د اچین ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو یو قوماندان سلام وطندار ته هم ومنله، چې پېښه کې ۱۳ وژل شوي او ۱۷ ټپیان ټول ملکي وګړي دي، چې شپږ په کې د هسکې مېنې ولسوالۍ اوسېدونکي دي، چې د حاجي رییس هرکلي ته ورغلي وو.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي سلام وطندار ته وویل، چې دغه پېښه کې یو شمېر داعش وسله وال او ملکيان هم وژل شوي، خو د کره شمېرې په اړه یې معلومات ورنه کړل.
تراوسه د غوڅ ماموریت ځواکونو او حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.





