
د کندوز په دشتي ارچي ولسوالۍ کې د ځانګړو ځواکونو په شپنیو عملیاتو کې د طالبانو له مرکزونو یو شمېر لپ ټاپ کمپیوټرونه او پوځي نقشې نیول شوي دي.
دهېواد په شمال ختیځ کې د ځانګړو ځواکونو ویاند جاوید سلیم وایي، د کندوز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ په دفتاني کلي کې د طالبانو په یو مهم مرکز د ځانګړو ځواکونو په برید کې لس لپ ټاپ کمپیوټرونه، نظامي خریطې او ۱۷ طالب وسله وال نیولي دي.
سلیم وویل، له طالبانو سره د پوځي نقشو موجدیت په ډاګه کوي، چې هغوی په دې ولایت کې پراځ پوځي پروګرامونه لري.

نوموړي زیاته کړه، د ځانګړو امنیتي ځواکونو عملیات له تېرو ۱۷ ورځو راهیسی دوام لري او په دې عملیاتو کې تراوسه د طالبانو دمهماتو ۶ زېرمې د هغوی ۲۱ رینجر او هاموی زغروال موټر ویجاړ شوي، ۸۱ طالب وسله وال وژل شوي او ۹۱ یې نیول شوي دي.
له بلې خوا په کندوز کې پوځي کار پوه ډګروال ظاهر پوځي نقشې د ملي اردو محرم اسناد بولي او وایي چې د دې نقشو جوړول عادي او اسانه کار نه دی.
دی وايي، دغه نقشې ښکار دلیدل دی، چې د افغانستان ځینې ګاونډیان له طالبانو سره مرسته کوي او دوی د دې خریطو په مرسته جګړه کوي.
د ځانګړو ځواکونو مسوولین وايي، چې شپني عملیات به د بهرنیو ځواکونو د هوایي ځواک په ملتیا تر هغو دوام وکړي، چی په دې ولایت کې د طالبانو اکمالاتي نظام، زېرمې او مرکزونه ویجاړ کړي او ځمکنیو عملیاتو ته لار پرانیستل شي.





