
سره له دې چې د ملي یووالي حکومت د تړون د لاسلیک دوه کال کېږي؛ خو تراوسه د دې تړون ډېره برخه چې یو یې هم د برېښنایي پېژندپاڼو وېشل وو؛ نه ده پلي شوې.
د سیاسي چارو شنونکي هم په همدې نظر دي، چې د ملي یووالي حکومت مشران په خپلو کې د برېښنايي پېژندپاڼو د نه وېش پر سر معاملې کوي او د ولس غوښتنو ته لومړیتوب نه ورکوي.
د سیاسي چارو شنونکي فردوس کاوش سلام وطندار ته وویل، د برېښنایي پېژندپاڼو وېشل یو فني بحث و، چې د حکومت د مشرانو له خوا دا بحث سیاسي شو او شاته ولوېد.
د کاوش پر وینا، د وږي د ۲۹مې نېټې په تفاهم لیک کې راغلي وو، چې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ د فني او تخنیکي ستونزو له امله ودرېد؛ خو وروسته څرګنده شوه، چې دا لړۍ د سیاسي موضوعاتو پر سر له ځنډ سره مخ شوې وه.
د ملي یووالي حکومت جوړولو په سیاسي تفاهم لیک کې د اصلاحاتو په جدول کې راغلي وو، چې د ۱۳۹۳ کال د د وږي په ۲۹ نېټه باید د دغه تفاهم لیک ټول مواد پلي شوي وی، خو اوس چې ټاکل شوی وخت هم تېر دی؛ تراوسه د برېښنایي پېژندپاڼو د وېشلو کار نه دی پیل شوی.
د سیاسي چارو شنونکي احمد سعیدي سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې د ملي وحدت حکومت مشرانو هېواد له پاره د څوکیو له وېشلو پرته بل هېڅ کار نه دی کړی.

د سعیدي پر وینا، د اساسي قانون په پام کې نیولو سره او د سیاسي تفاهم لیک په نه پلي کولو سره دا څرګنده شوه، چې ولسمشر سیاسي مشروعیت او اجرایوي رییس حقوقي مشروعیت نه لري.
دی زیاتوي، چې د ملي وحدت حکومت د سیاسي تفاهم لیک جوړول، خلکو ته دوکه ورکول دي او د حکومت مشرانو په دغو دوو کلونو کې یوازې هڅه کړې ده، چې په خپل منځ کې څوکۍ ووېشي.
خو د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي سلام وطندار ته وایي، چې د سیاسي تفاهم لیک ډېره برخه پلي شوې ده.
د ښاغلي مرتضوي په خبره، د ټاکنو د قانون توشیح کول او د نفوذو د ثبتولو قانون د دغه تفاهم لیک له موادو څخه وو، چې ډېر ژر به یې د پلي کېدو کار پیل شي.
د ولسمشر د ویاند مرستیال زیاتوي، چې د حکومت مشران د سیاسي تفاهم لیک د نورو مواد په پلي کولو کې جدي اراده لري او ډېر ژر به دغه تفاهم لیک عملي کړي.
دوه کاله مخکې محمد اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله د ملي یووالي حکومت د جوړولو سیاسي تفاهم لیک لاسلیک کړ. د لوېې جرګې جوړول، د اساسي قانون تعدیلول، د صدارت پست جوړول، د برېښنایي پېژندپاڼو وېشل او د ټاکنو په نظام کې اصلاحات راوستل، د دغه تفاهم لیک اساسي مواد وو، چې تر اوسه نه دي پلي شوي.





