د میدان وردګو ولایت په چک ولسوالۍ کې یوې مېرمنې ځان زندۍ کړی

د میدان وردګو ولایت چک ولسوالۍ په زرمپل کلي کې یوې مېرمنې د کورني تاوتریخوالي له امله ځان غرغره کړی دی.

له دې مخې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې ګواکې دغه مېرمن د وسله والو طالبانو له خوا له دولت سره د همکارۍ په تور سنګسار شوې ده.

وسله وال طالبان په پېښه کې لاس لرل ردوي او وايي، چې د دې مېرمنې د وژل کېدو په تور یې د هغې خاوند، خسر او خواښې نیولي دي.

په ورته وخت کې د چک ولسوالۍ یو مدني فعال فضل الحق حقمل سلام وطندار ته وویل، چې دې مېرمنې د کورني تاوتریخوالي له امله د خونې په چټ کې ځان په پړې ځړولی و، چې وروسته بیا وسله والو طالبانو په دې اړه د مړې شوې مېرمنې خاوند، خسر او خواښې یې نیولي دي.

دغه مېرمن ۲۸ کلنه وه او دوه لوڼې او یو زوی یې درلود.

له بل لوري د میدان وردګو د والي ویاند عبدالرحمان منګل سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې تر اوسه یې په دې اړه معلوما بشپړ نه دي او زیاته یې کړه، که دغه پېښه شوې وي، نو پولیس به یې په اړه پلټنې وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام