کلیفلند: د طالبانو جنگي تاکتیک تغیر کړی

په افغانستان کې د ناَټو پریکنده ماموریت د ویاند مرستیال جنرال چارلز کلیفلند نن  دوشنبه(اګسټ ۲۲مه) کابل کې خبري غونډې ته وویل، چې طالبانو خپل جنګی تکتیک بدل کړی او هڅه کوي، چې ولسوالیو په مرکزونو او ښارونو ډله ایز بریدونه وکړی.

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو دغوڅ ماموریت د ویاند مرستیال جنرال چارلز کلیفلند وایي، چې د طالبانو استخبارات، پیاوړی او منظم دی او دغه ډله د نویو پوځي تکتیکونو څخه په ګټې اخیستنې، په همغږغۍ  او ډله ییز ډول د افغانستان په ښارونو او ولسوالیو پر مرکزونو بریدونه کوي.

د کلیفلند پر وینا، طالبانو هوډ درلود، چې د خلکو په مینځ کې د پراخو تبلیغاتو په کولو سره یو شمیر ولایتونه په ځانګړي توګه هلمند او کندوز ترخپلې ولکې لاندې راولي.

نوموړي داعش ډلې ته په اشارې سره وویل، چې په دغه ډله پورې د تړلو کسانو شمیر له زرو تنو  تر ۱۵ سوه کسانو پورې دی، نو ځکه داعش ډله دافغان حکومت له پاره کوم ستر ګواښ نه دی.

په همدی حال کې کلیفلند په دې باور دی، چې افغان ځواکونه د تیر په پرتله پیاوړی شوي دي او ناټو هم په بېلابېلو برخو کې له دغو ځواکونو سره همکاري کوي.

د ناتو ځواکونو د غوڅ ملاتړ ماموریت د ویاند مرستیال جګړه ځپلو ولایتونو ته د لوړپوړو امنیتي چارواکو د سفرونو په اړه وویل، چې دا ډول سفرونه ځواکونو ته د مورال ورکولو په برخه کې ګټور تمامیږی،او کولای شي، چې د وسله والو مخالفینو پر وړاندې په پیاوړي مورال وجنګیږی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام