
د سیالیو د رسمي ویبپاڼې د معلوماتو له مخې، یادې سیالۍ بیګا شپه په ۲ سیالیو سره پیل شوې، چې په کې ډیپورټیف لوبډلې یواځینۍ بریا خپله کړه.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د بیګا شپې په یوه لوبه کې ډیپورټیف لوبډلې ایبر لوبډلې ته د ۲ د۱ ګول په وړاندې ماتې ورکړه.
دغه راز د لومړۍ اوینۍ په دوهمه سیالۍ کې بیا د ملاګا او اوساسونا فوټبال کلپونو ترمینځ لوبه په یوه یوه ګول برابره پای ته ورسیده.
د روانو سیالیو په دوام نن شپه ۳ سیالۍ ترسره کیږي، چې په کې دفاعي اتله بارسلونا له ریال بیټیس سره ، ویلا ریل له ګریناډا سره او ایسپنیول له سویلا لوبډلې سره د لوبې ډګر ته وځي.
د هسپانیې مخکښه لالیګا سیالۍ د اګست په ۱۹ مه نیټه پیل او د ۲۰۱۷ کال مۍ میاشتې په ۲۱ مه نیټه به د اتلې لوبډلې په اعلان سره پای ته ورسیږي.
په پیل شویو لالیګا سیالیو کې د هسپانېې هیواد ټولټال ۲۰ مخکښه فوټبال کلپونه برخه لري، چې د یاد هیواد په ۲۰ بیلا بیلو لوبغالو کې به لوبې ترسره کړي.

د هسپانیې په پیل شویو لالیګا سیالیو کې به ترټولو زیات نندارچیان د (بارسلونا) په فوټبال لوبغالي کی وي چې د ۹۹ زرو ۳۵۴ نندارچیانو دناستې ځای لري.
د هسپانېې په مخکښه او مشهوره لالیګا سیالیو کې تراوسه مخکښه کلب ریال ماډریډ دی، چې ۳۲ ځلې یې د اتلولۍ جامونه ګټلي خو ۲۳ ځلې بیا په دویم مقام ګټلو بریالی شوی.
دویم مخکښه کلب بیا بارسلونا شمیرل کیږي، چې تراوسه یی ۲۴ ځلې داتلولۍ جامونه ګټلي دي او په روانو سیالیو کی به له خپلې تیرې اتلولۍ څخه دفاع کوي.
د لالیګا سیالیو په تاریخ کې د بارسلونا له پاره لوبیدونکې ارجنټایني لیونیل میسي د ۳۴۸ لوبو وروسته په ۳۱۲ ګولونو مخکښه ګول وهوونکې دی، چې ورپسې دریال ماډریډ له پاره لوبیدونکې پرتګالې کریسټیانو رونالډو د ۲۳۶ لوبو وروسته ۲۶۰ ګولونو دوهم مخکښ ګول وهوونکی دی.