ننګرهاري ځوانان: حکومت دې د کالدارو پر چلن کلک بندیز ولګوي

په ننګرهار کې یو شمېر ځوانانو او مدني فعالانو د یوه لاریون په ترڅ کې له عامو خلکو وغوښتل، چې د راکړو ورکړو پر مهال دې د بهرنۍ کرنسۍ په ځانګړي ډول کلدارو پر ځای افغانۍ وکاروي.

دغه ځوانان او مدني فعالان، چې د ځوانانو ورځې د نمانځلو په پلمه ننګرهار کې راټول شوي وو، د جلال اباد پښتونستان واټ ته د یوه سوله ییز لاریون په ترڅ کې راووتل او له ځايي هټي والو او خلکو یې وغوښتل، چې د پاکستاني کالدارو پر ځای دې خپله کرنسي وکاروي.

د دغې لاریون یو تن ګډونوال صبورخان سلام وطندار ته وویل، چې دوی په افغانستان کې د بهرنۍ کرنسۍ بندیدا غواړي او که يې بنده نه کړي، نو پر ضد به يې په نورو لارینونو هم لاس پورې کړي.

په ننګرهار کې د ځوانانو امر مطیع الله احمدزي د لاریون په یوه څنډه کې رسنیو ته وویل، ولسي وګړي، هټیوال او سوداګر دې د پاکستانۍ کلدارې پر ځای په راکړه ورکړه کې افغانۍ استعمال کړي.

احمدزي پر حکومت غږ وکړ، چې د پاکستانۍ کالدارې کاروونکيو سره دې قانوني چلن وکړي.

نوموړي وویل، تېر کې د کالدارو د بندښت له پاره د حکومت له لوري کمیسیونونه جوړ شوي و، خو کومه پایله یې نه ده لرلې.

د احمدزي پر وینا، د دغه ډول کمیسیونونو غړي په فساد کې ډوب وي؛ نو ځکه ترې په دغه برخه کې هم د ښې تمه نه لري.

بل پلو د ننګرهار مرستیال والي محمد حنیف ګردیوال، چې د دغه لاریون ملتیا یې کوله ، له خلکو وغوښتل چې د ملي احساس له مخې دې پر بهرنۍ کرنسۍ او ځانګړي ډول پاکستاني کالدارو راکړه، ورکړه نه کوي.

نوموړي په دغه برخه کې له خلکو مرسته وغوښته او زیاته يې کړه، حکومت په یوازې ځان نه شي کولی چې پاکستاني کلدارې بندې کړي.

له هغه وخت راهیسې، چې د افغانستان او پاکستان اړيکې په بې سارې ډول خرابې شوې، نو د پاکستاني تولیداتو او کلدارو پر ضد هم عامه ذهنیت کې بدلون راغی.

په دې وروستیو کې د افغانستان په ځينو ولایتونو لکه، کندهار، پکتیا، خوست او نورو ولایتونو کې هم  د کلدارو پر ضد کمپاینونه روان دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام