جګړو له دوو ورځو راهیسې د هلمند لویه لاره د ترافیکو پرمخ تړلې ده

د نهرالسراج ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې له دوو ورځو راهیسې د هلمند ـ کندهار، کندهارـ کابل لویه لاره د طالبانو له خوا د مسافرو پر مخ تړل شوې ده.

 د جمعې پر ورځ په دې لاره وسله والو طالبانو له ملي پولیسو سره جګړه وکړه او له جګړې وروسته یې لاره ترافیکو پرمخ بنده کړه.

له دې سره هم مهاله، د هلمند په نادعلي، مارجې، ګرمسېر ولسواليو کې د روانې جګړې لمن ناوې ولسوالۍ ته هم وغځېدله.

وسله والو طالبانو تېره شپه ناوخته ۳ بجې د دې ولایت پر ناوې ولسوالۍ پر خسراباد سیمه کې پر دوو امنیتي پوستو بریدونه وکړل او جګړه ان د سهار تر ۱۱ بجو ورسېدله.

د هلمند ـ کندهار او کندهار کابل لارې د ۴۰۴ موټر چلوونکي وايي، چې له دوو ورځو راهیسې یو لوري ته هم نه شي تللی. د ده په خبره، وسله والو طالبانو خبرداری ورکړی، چې په یو لوري هم تګ ـ راتګ نه شي کولی.

یو تن موټر چلوونکی محمد حکیم وايي، دوه ورځې کېږي، چې لویه لاره د غټو موټرو پرمخ تړل شوې او وړې موټرې خو هسې هم وسله وال طالبان نه پرېږدي، چې په دې لویه لاره له یو ولایت نه بل ولایت ته تګ راتګ وکړي.

د ده په خبره، وسله والو طالبانو ورته ویلي، که یې موټر پر لویه لاره ولیدل شو؛ له لرې ځایه به په نښه او وویشتل شي.

سلیم خان چې د ۳۰۳ ډول موټرچلوونکی دی، پر دولت د نیوکې ترڅنګ وايي، چې د طالبانو ترڅنګ دولت هم اجازه نه ورکوي، چې پر لویه لاره خپله مزدوري وکړي.

د ده په نظر، دولت د څه له پاره دی، چې په دومره ستر ولایت سره د دوو ورځو بنده شوې لاره نه شې خلاصولی او د یوې لویې لارې ساتنه نه شي کولی؟

دوی له دولته غواړي چې د لویې لارې ساتنې ته پاملرنه وکړي، چې خلک پرې تګ ـ راتګ وکړي او دا لویه لاره د ترافیکو پرمخ خلاصه پاتې شي. 

په ورته وخت کې د هلمند والي حیات الله حیات، بیا وايي، چې وسله والو طالبانو هم مهاله د د دې ولایت په ۵ ولسوالیو برید وکړ، چې د افغان امنیتي ځواکونو له سخت غبرګون سره مخ شول.

د ده په خبره، د هلمند ـ کندهار، کندهارـ کابل لویه لاره یوازې د ۳ ساعتونو له پاره بنده شوې او له دې زیات وخت یې نه دی نیولی.

حیات زیاتوي، وسله والو طالبانو د لویې لارې پر سر جوړ شوي ټول پلچکونه وران کړي دي او هڅه روانه ده، چې ډېر ژر وران شوي پلچکونه ورغول شي.

د هلمند والي حیات الله حیات ټینګار وکړ، چې د پخوا په پرتله د دې ولایت امنیتي حالت کابو شوی دی او افغان ځواکونه هڅه کوي، ټولې هغه سیمې تر خپل کنټرول لاندې راولي، چې د وسله والو طالبانو تر ګواښ لاندې دي.

 د ده په خبره، له تېرو ورځو راهیسې یې حالت کابو کړی او امنیتي ځواکونه په ډېرو سیمو کې ځای پر ځای شوي دي.

د هلمند د والي پر وینا، پر پنځو ولسوالیو باندې د طالبانو له خوا په شویو بریدونو کې د افغان او نړیوالو ځواکونو په ځمکنیو او هوايي بریدونو کې شاوخوا ۳۰۰ وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو والي زیاته کړه، چې د امنیتي ځواکونو په ځوابیه بریدونو کې د وسله والو طالبانو له خوا ۴۰ تنه افغان ځواکونه وژل شوي او شاخوا ۱۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د ویلو ده، چې په نادعلي، مارجې، خانشین او کرمسېر ولسواليو کې لا هم جګړه روانه ده.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام