د ننګرهار چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د داعش او نورو وسله والو ډلو د ځپلو په موخه د قهر سیلاب په نوم عملیات پیل شوي دي.
د ننګرهار د والي د ویاند په ګډون د امنیې قوماندانۍ او ۲۰۱ سېلاب قول اردو د مطبوعاتي مسوولانو پرون (پنجشنبې د جولای پر ۲۸مه) ناوخته د یوې خبري ناستې پر مهال رسنیو ته وویل، دغه عملیات وړمه شپه لس بجې د ولسمشر محمد اشرف غني د هغه امر پر اساس پیل شوي، چې دوه اونۍ وړاندې یې ۲۰۱ سېلاب قول اردو کې د یوې نظامي غونډې په ترڅ کې کړی و.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي دغه کنفرانس کې وویل، قهر سېلاب عملیات دوه پړاوو کې لري، چې لومړي پړاو کې د وسله والو ډلو له منځه وړل او دویم هغه یې په سیمه کې دایمي ثبات ته لاره هوارول دي.
ده زیاته کړه، چې د دایمي ثبات د رامنځته کولو په موخه یې په هره ولسوالۍ کې پنځوس کسیزې باصلاحیته شوراګانې جوړې کړي، چې د ستونزې د پیدا کېدو پر وخت به د وسله والو مخه نیسي، چې پر وینا یې، له یادو شوراګانو سره دولت هم مرسته کوي.
د یادونې ده، چې د تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دې عملیاتو پر مهال د ګډو افغان ځواکونو له خوا د اچین ولسوالۍ په شونګرې سیمه کې ۳۶ داعش وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي سلام وطندار ته وویل، چې په کوټ او هسکه مېنه ولسوالیو کې هم د امنیتي ځواکونو د پلټنو پرمهال د یو شمېر وسلو او مهماتو تر څنګ، د داعش ډلې د پنځو وژل شویو غړیو جسدونه هم تر لاسه شوي دي.
خوږیاڼي تېره ورځ ویلي وو، چې اوس داعش ډله له سیمې د تېښتې په حال کې ده او کوښښ کوي، چې د خوندیتوب په موخه د سولې له پروسې سره یو ځای شي.
د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د رسنیو مسوول ډګرمن شېرین اغا په دې کنفرانس کې یاده کړه، چې د دغو عملیاتو لومړۍ مرحله د ننګرهار په کوټ، نازیان، اچین، هسکه مېنه او ورڅېرمه سیمو کې د ځانګړیو ځواکونو له لوري یوه اونۍ وړاندې پیل شوي وو، چې د داعش ډلې د سوق او ادارې لوی مرکز چې د کوت ولسوالۍ په لارغجوی سیمه کې و؛ د هغوی محکمه او نور بنسټونه په کې له منځه یوړل شول.
نوموړي وویل، چې په دغو عملیاتو کې د افغان کومانډويي ځواکونو سره د کورنیو او بهرنیو ځواکونو هوايي او ځمکنی ملاتړ هم موجود و.
بل خوا د ننګرهار امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حسن مشرقیوال وویل، چې د دغو عملیاتو د تېر سره توپیر دا دی، چې له داعش ډلې پاکو شویو سیمو کې سیمه ییز پولیس ځای پر ځای کېږي.
نوموړي وویل، قهر سېلاب عملیاتو کې د ملکي خلکو ژوند ته پاملرنه کېږي، چې تر دې دمه پکې هېڅ ملکي وګړیو ته مرګ، ژوبله نه ده اوښتې.
تېره اونۍ په اچین او کوټ ولسوالیو کې د ګډو افغان ځواکونو په عملیاتو کې د داعش د نظامي مرستیال سعد امارتي په ګډون ۱۲۶ تنه داعشیان ووژل شول او د کوټ ولسوالۍ ۹۵ فیصده خاوره د افغان ځواکونو لاس ته ورغله.