
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې کپتان اصغرستانکزي د کوربه هالینډۍ کرکټ ملي لوبدلې خلاف ۴ ورځنۍ (انټرکانټینینټل جام) سیالۍ ته د ملي لوبډلې د پوره چمتووالي خبر ورکړی دی.
کپتان ستانکزي زیاته کړې ده، په دې تمه دی، چې دا ځل به افغان کرکټ ملي لوبډله ښه ولوبیږي، او ددې له پاره چې دروانو (انټرکانټینینټل جام) سیالۍ لومړي مقام ته ورسیږي، نو بریا خپلول ورته ډیر مهم دي.
کرکټ نړیوالی شورا په خپل راپور کې د کپتان اصغرستانکزي په خولې لیکلي، افغان کرکټ ملي لوبډله نږدې له یوې میاشتې راهیسي په اروپا کې ده او د سبا ورځې سیالۍ ته د اروپا سړې هوا سره له بلدیدو پوره خوشحاله ده.
د نوموړي په وینا، اوپنراو د افغانستان له پاره په روانو سیالیو کې مخکښه اوپنر بیټسمین شهزاد محمدي او نبي عیسی خیل تجربې افغانستان دغې هدف ته رسولی شي.
ټاکل شوې ده، چې ددواړو لوبډلو ترمینځ د کرکټ نړیوالې شورا په چوکاټ کې برابره شوې ۴ ورځنۍ لوبه سبا د هالینډ په (هاګ) کرکټ لوبغالي کې پیل شي.
د دواړو لوبډلو ترمنځ سیالۍ کې، چې هره لوبډله ګټوونکې شوه، نو د راتلونکې سبټمبر میاشتې تر۲ مې نیټې له دفاعي او مخکښې ایرلینډۍ کرکټ ملي لوبډلې څخه لومړې مقام نیولې شي.
افغان کرکټ ملي لوبډلې د هالینډ خلاف سیالۍ ته د ۸ ورځو تیاریو چانس درلود، چې سکاټلینډ ته د ۱ او ایرلینډ خلاف د ۲ بریاوو خپلولو وروسته هالینډ ته رسیدلې ده.
اوسمهال افغان کرکټ ملي لوبډله له ۳ سیالیو وروسته چې ۲ یې ګټلي او ۱ یې مساوي کړې له ایرلینډ او هالینډ کرکټ ملي لوبډلو وروسته په ۴۱ امتیازونو سره ۳ مقام له ځان سره لري.

په وروستیو نیږدې ۶ کلونو کې د افغانستان او هالینډ ترمنځ ۲ د لویو وچو جام سیالۍ ترسره شوي دي، چې دواړه د په زړه پورو لوبو وروسته په ۱ او ۳ ویکټو افغانستان ګټلي دي.
دیادونې وړ ده، چې افغانستان ته چې د ۲۰۱۰ م ز کال (انټرکانټینینټل جام) اتل وو د روان جام اتلولۍ ګټل تاریخي ارزښت لري، چې په ګټلو سره به یې له کرکټ نړیوالې شورا سره په ۲۰۱۸ م ز کال کې له وروستي ۱۰ م مقام لرونکې ټیسټ لوبډلې سره د (ټیسټ چیلینج) کپ سیالیو چانس ترلاسه کړي.
له بشپړ غړیتوب لرونکې وروستۍ لوبډلې خلاف د (ټیسټ چیلینج کپ) ګټلو وروسته به افغانستان د ۲۰۲۲ کال پورې له کرکټ نړیوالی شورا سره د ټیسټ لوبو او بشپړ غړیتوب امتیاز ترلاسه کړي.
له ۲۰۰۹ کال راهیسې افغانستان په ۱۸ (انټرکانټینینټل جام) ۴ ورځنیو سیالیو کې لوبیدلې دی، چې ۱۳ یې ګټلي ، ۴ یې مساوي کړې او یواځې د تیرځل جام (فاینل) لوبه یې ایرلینډ ته بایللې ده.
افغانستان د هالینډ خلاف ۴ ورځنۍ سیالۍ کې له وړاندې اعلان شوې لوبډلې څخه نورعلي ځدران کینولې او ځای يې احتیاطي لوبغاړي جاوید احمدي ته ورکړی دی.
دهالینډ خلاف د سبا ورځې پیلیدونکې سیالۍ ته په افغان لوبډله کې کپتان اصغرستانکزې، نبي عیسی خېل، سمیع الله شینواری، میرویس اشرف، شهزادمحمدي، جاوید احمدي، رحمت شاه زرمتی، حشمت الله شهیدي، احسان الله جنت، ظاهرخان، دولت ځدران، یامین احمدزی، سید شیرزاد او ناصرجمال غوره شوې دي.





