د روان کال په لومړیو ۳ میاشتو کې د کارو بار وضعیت مخ پر ښه کیدو دی

 

په تیر یوه کال کې د افغانستان سوداګرۍ او صنایعو خونې څلورو څیړنو پایلې  (د کارو بار وضعیت دویمه غونډه) د سې شنبې په ورځ کابل کې خپرې شوې.

ددې څیړنې پایلې ښيي، چې په تیر یوه کال کې د کارو بار وضعیت په هیواد کې مخ پر ښه کیدو دی او له منفي ۲۳ نه د منفي ۶ پر لور روان دی او دغه حالت په راتلونکې کې د کاروبار له پاره پانګوال هیله من کړي.

دا څیړنه چې په هیواد کې ۶۰۰ پانګوالو سره د اړیکو نیولو له لارې په پنځو حوزو کې ترسره شوې ښيې، چې په کندهار، ننګرهار او هرات ولایتونو کې د کارو بار وضعیت ښه شوی، خو دغه وضعیت د تیرې څیړنې په پرتله په کابل او بلخ کې قانع کوونکی نه دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې عامل پلاوي رییس عتیق الله نصرت وايي، چې د یاد بنسټ نوې څیړنې پر بنسټ پانګوال په هیواد کې د کاروبار راتلونکي ته هیله مند دي.

د نصرت پروینا، په وروستۍ څیړنه کې په سوداګړیزو او ودانیزو برخو کې د کارو بار وضعیت مخ پر ښه کیدو دی خو د خدمتونو برخې حالت خراب ښودل شوی.

نصرت زیاته کړه، چې د تولیدي فابریکو ټولو برخو کې د ګومارنې کچه د تیرې څیړنې په پرتله کمه شوې خو پانګوال هیله من دي چې تر شپږو میاشتو پورې زیات شمیر کسان وګماري.

نصرت په هیواد کې د ناسم اداري نظام د کار پرمختګ پر لور ستر خنډ بولي.

دغه راز، په افغانستان کې د پانګونې ملاټر ادارې یا ایسا رییس محمد قربان حقجو، حکومت په اقتصادي برخه په ځانګړې توکه خصوصي سکتور کې د خپلو ژمنو په عملي کیدو کې ناکام بولي او وايي، چې په دې برخه کې شوي کارونه د قانع کونکي نه دي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولینو پروینا، اوس هم ناامني، کورنیو پیداوارو ته د بازار نشوالی، د زیربناوو نشوالی او په هیواد کې مالي سرچینو ته د دوی نه لاسرسی له سترو ستونزو دي چې پانګوال ورسره مخامخ دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام