
د بغلان ولایت د برکې ولسوالۍ اوسېدونکي د دې ولسوالۍ امنیه قوماندان او یو خپل سری وسله وال قوماندان په دې تورنوي، چې په زور له خلکو عشر او زکات راټولوي.
دغه اعتراض کوونکي د برکې ولسوالۍ د شرشر، سقاب، لغک او د "قره چه ايي" کلیو اوسېدونکي دي، دوی سلام وطندار ته وویل، چې د دې ولسوالۍ امنیه قوماندان خبرداری ورکړی، که عشر او زکات ورنه کړي سخته سزا به وویني.
د بغلان د برکې ولسوالۍ زیاتره خلک ګروندګر دي.
د برکې ولسوالۍ د خلکو په خبره، حکیم په سیمه کې یو خپل سری وسله وال دی او د دې ولسوالۍ له امنیې قوماندان سره د ضد له امله یې له خلکو غوښتي، چې ټول خلک دې عشر او زکات د ته ورکړي.

د دې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، په دې سیمه کې د عشر او زکات د راټولو په سر دغو دوو قوماندانانو په خپلو کې څو ځلې نښتې هم کړي دي.
د بغلان امنیه قوماندان نور حبیب ګلبهاري د برکې ولسوالۍ له خلکو د عشر او زکات راټولو مني، خو وايي، چې د برکې ولسوالۍ امنیه قوماندان په کې لاس نه لري.
ګلبهاري زیاتوي، هېڅوک د دې ولسوالۍ له اوسېدونکو په زور او جبر عشر او زکات نه شي راټولوی؛ د سیمې خلک په خپله خوښه د خپل امنیت د ټینګښت له پاره د ملا امیر په نوم یو سیمه ییز خپل سري قوماندان ته عشر او زکات ورکوي.
دا په داسې حال کې ده، چې ځېنې بغلان میشتي وايي، د سیمه ییزو قوماندانو تر څنګ وسله والو طالبان هم د خپلو جنګي لګښتونو په پار د ډنډغوري، ډنډ شهاب الدین، د دهنه غوري، مرکزي بغلان، برکه، تاله و برفک او د دوشي ولسوالیو په ځېنو سیمو کې له خلکو عشر او زکات راټولوي.





