د بلخ ولایت ځېنو اوسېدونکو د برېښنا بیې د زیاتوالي په اړه د زرګونو ولسي خلکو لاسلیکونه راټول کړي دي او خبرداری ورکوي، چې که په دې ولایت د برېښنا انرژۍ بیه را کمه نه شي؛ په کابل به برېښنا پرې کړي.
دغه اعتراض کوونکي وايي، چې په بلخ ولایت کې د برېښنا بیه له ۴،۵ افغانیو ۶،۵ افغانیو ته لوړه شوې ده.
له بلخ مېشتو د لاسلیکونو راټولوونکی قاري میر رویین وايي، که مرکزي حکومت او د افغانستان د برېښنا شرکت د دوی غوښتنې وانه وري؛ ستر لاریون به وکړي او په کابل به برېښنا غوڅه کړي.
په ورته وخت کې د بلخ ولایتي شورا رییس داکټر افضل حدید د حکومت دغه کار تبعیض بولي او د دې ولایت له خلکو غواړي، ترڅو چې د برېښنا بیه راکمه شوې نه وي، د برېښنا پيسې دې نه تحویلوي.
حدید وايي، د بلخ ولایت د خلکو له دې غوښتنې ملاتړ کوي.
هڅه مو وکړه، چې د دې ولایت د برېښنا ریاست د چارواکو نظر هم واخلو، خو دوی په دې برخه کې ځواب ته حاضر نه شول.





